بایډن او اردوغان د کابل د هوايي ډګر د امنیت په اړه موافقه وکړه

دواړه مشرانو د دوشنبې په ورځ د ناټو د عمومي غونډې په مهال ولیدل

د امریکا د ملي‌ امنیت مشاور جیک سولیوان وايي چې ولسمشر جوبایډن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره موافقه وکړه چې ترکیه به د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتنې په برخه کې د مشرۍ رول په غاړه اخلي.

ښاغلي سولیوان وویل چې دواړو مشرانو د دوشنبې په ورځ د ناټو د عمومي غونډې په ترڅ کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې او موافقې ته ورسېدل.

نوموړي وویل چې ښاغلي‌ اردوغان د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د مرستو غوښتنه کړې وه او ولسمشر بایډن ژمنه وکړه چې دا مرستې به ورته برابروي.

ښاغلي سولیوان تېره ورځ جون ۱۷ (غبرګولي ۲۷) خبریالانو ته وویل: «مشرانو قوي ژمنه وکړه چې ترکیه به د حامد کرزي‌ د نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتنې په برخه کې د مشرۍ رول لوبوي او موږ اوس په دې کار کوو چې دا څنګه عملي شي.»

دا لومړی ځل دی چې د امریکا کوم لوړ پوړی چارواکی د دغې موضوع په اړه رسنیو ته معلومات ورکوي.

د ترکیې ولسمشر اردوغان تېره دوشنبه ویلي وو چې په دې اړه یې ښاغلي بایډن ته خپل نظر څرګند کړی.

هغه وویل: « که هغوی نغواړي‌ چې موږ له افغانستان څخه ووځو، که هغوی هلته ( د ترکیې) مرسته غواړي، بیا نو هغه لوژیستکي، مالي او دپلوماتیکي مرستې چې امریکا به یې راته برابروي، ډېرې مهمې وي. بله مسئله دا ده چې موږ په دې اړه هم خپل نظر څرګند کړی دی چې موږ سره به پاکستان او هنګري هم په افغانستان کې وي.»

د کابل د هوایي ډګر د امنیت په ساتلو کې د «پاکستان» د دخیلولو مسئلې د یو شمېر افغانانو غبرګونونه هم پارولي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې اړه د ښاغلي‌ اردوغان خبرې ناسمې تعبیر شوي دي.

طالبانو ویلي چې له امریکا سره د ۲۰۲۰ د تړون په اساس ترکیه هم باید د ناټو له ځواکونو سره یو ځای له افغانستان څخه ووځي.

خو د امریکا د ملي امنیت مشاور جیک سولیوان وویل: «موږ دا اندېښنه جدي‌ نیسو چې طالبان او نور عناصر به په افغانستان کې په لویدیځ او نړیوال موجودیت باندې برید کوي.... فکر نکوو هغه څه چې طالبانو ویلي باید او یا به د دغه امنیتي جوړښت مخه ونیسي.»

په داسې حال کې چې د ناټو ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د کابل د هوايي ډګر امنیت ساتل د دپلوماتیکو ماموریتونو لپاره ډېر مهم ګڼل کیږي.

ترکیه دا مهال په افغناستان کې شاوخوا ۵۰۰ سرتېري‌ لري‌چې د ناټو په چوکاټ کې په فعالیت بوخت دی. ولسمشر اردوغان دا خبره هم کړې ده چې د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو په مسئلې به له طالبانو سره هم خبرې وشي.