امریکا د مهاجرو د منلو کچه دوه برابره کوي

امریکايي چارواکي وايي چې د نوي پلان په اړه له اړوندو ادارو سره مشوره کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت وايي غواړي چې بل مالي کال کې ډېر مهاجر ومنل شي.

د امریکا حکومت تر دې مخکې اعلان کړی و چې د ۲۰۲۰ مالي کال کې به ۶۲۵۰۰ مهاجر مني خو وايي اوس غواړي چې دا شمېره دوه برابره او ۱۲۵۰۰۰ ته لوړه شي.

په امریکا کې نوی مالي کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه پیلیږي. ښاغلي بایډن د جمهوري ریاست په کمپاینونو کې د ډېرو مهاجرو د منلو کېدو او د شمېرو د زیاتېدو ژمنه کړې وه.

د رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزات په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې هغوی به په دې اړه د امریکا د داخلي امنیت له وزارت او کانګرس سره مشورې کوي.

مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ دا شمېره ۱۵۰۰۰ ته راکمه کړې وه چې تر ټولو ټېټه وه، خو د مهاجرو د حقونو د مدافع سازمانونو له انتقادونو وروسته د ښاغلي بایډن ادارې بیا دا شمېره زیاته کړه.

په زرګونه پناه غوښتونکي د لاتینې امریکا له هېوادونو څخه هلې ځلې کوي چې ځانونه د امریکا متحدو ایالتونو ته ورسوي.

امریکا داسې مهال د ډېرو کډوالو د قبلېدو خبره کوي چې همدا اوس زرګونه افغانان په متحدو ایالتونو کې په بېلابېلو پوځي مرکزونو کې مېشت کړل شوي او د خپلو اسنادو ترلاسه کولو ته انتظار باسي.

امریکا داګست په ۳۱ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت ختم کړ او چارواکي وايي چې د همدغې میاشتې په وروستیو اونیو کې یې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه اېستلي دي چې شاوخوا ۶۰۰۰ یې امریکايي اتباع دي او نور یې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، خبریالان او نور فعالان دي.