د اوزبیکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اف کابل ته تللی

د اوزبیکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اف هرکلي ته د نورو چارواکو سربیره د طالبانو د ریاست الوزرا مالي مرستیال ملا عبدالسلام حنفي هم د کابل په هوايي ډګر ته ورغلی وو.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت کابل ته د شنبې په ورځ د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف‌اف په مشرۍ د یو لوړپوړې پلاوي د سفر خبر ورکړی او ویلي دي چې پلاوی به د کابل او تاشکند ترمنځ د سوداګرۍ او اتصال په دواړخیزو خبرو کې د ګډون سربیره کابل کې د اوزبیکستان د تولیداتو یو نندارنون هم پرانیځي.

دغه وزارت د شنبې په ورځ اګست ۱۷(زمري ۲۷) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي، د صدراعظم عبدالله عارف‌اف هرکلي ته د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست او نورو چارواکو سربیره د طالبانو د ریاست الوزرا مالي مرستیال ملا عبدالسلام حنفي هم د کابل هوايي ډګر ته ورغلی وو.

په خبرپاڼه کې ویل شوي: "کابل ته د اوزبیکستان صدراعظم محترم عبدالله عارف‌اف د سفر هدف د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ په دواړخیزو او د سوداګرۍ تواصل په خبرو کې ګډون او د اوزبیکستان د تولیداتو د نندارتون پرانیستل دي".

اوزبیکستان د منځنۍ اسیا په هغو هیوادونو کې شامل دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته یې د طالبانو سره نږدې اړیکې ساتلي او نه یوازې دا چې په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی پریښې دی، بلکې په تاشکند کې د افغانستان په سفارت کې یې د طالبانو دپلوماتانو ته هم د فعالیت اجازه ورکړې ده.

کابل ته د اوزبیکستان د صدراعظم عبدالله عارف‌اف په مشرۍ ددغه پلاوي د سفر دمخه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم تاشکند ته سفر کړی و. صدراعظم عبدالله عارف‌اف په تاشکند کې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د دواړخیزې غونډې مشري هم کړې وه.

اوزبیکستان د تیرکال راهیسې ددغه هیواد د ترمز له ښار څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د افغان تراس د اوسپنې د پټلۍ د غځلو د پروژې د پیلولو لپاره هم کار کوي. خو تراوسه ددغې ۵۷۳ کیلو متره اوږدې پټلۍ د غځولو عملي چارې نه دي پیل شوي، خو دا درې هیوادوونه هڅه کوي چې دغې پروژې ته عملې بڼه ورکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي چې اوزبیکستان سره د افغانستان د سوداګرۍ څخه افغان سوداګرو ته ډیره ګټه رسیږي او افغان سوداګر د اوزبیکستان له لارې د روسیې، چین او د قزاقستان ټول مالونه په ځانګړي ډول غنم، اوړه، غوړي، بوره، ساختماني توکي، تېل او ګاز واردوي.

ددغې خونې چارواکي وايي چې د صادراتو لپاره همدا د اوزبیکستان لار تر ټولو لنډه لار ده، ځکه چې افغانستان تر ډېره خپل مالونه له منځنۍ اسیا، روسیې او چین څخه اخلي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان تیر۲۰۲۳ کال کې د اوزبیکستان څخه د ۲۳۹ میلیونو ډالرو په ارزښت توکي وارد کړي وو او د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت یې دغه هیواد ته صادرات درلودل.

ددې سربیره افغانستان هرکال د ۱۵۰ میلیونو ډالرو څخه په زیاتو پیسو د اوزبیکستان څخه د خپلې اړتیا وړ بریښنا اخلي.