په اوزبیکستان کې د ولسمشر د واک زیاتولو لپاره ټولپوښتنه پيل شوې

شوکت میرضایوف له خپلې کورنۍ سره یو ځای په مرکز تاشکند کې رایه ورکړه

په اوزبیکستان کې چارواکې وايي چې نن یکشنبه اپریل ۳۰ (غوايي لسمه) د دغه هېواد په اساسي قانون کې د تغیراتو راوستلو لپاره عمومي رایه اچوونه او ټولپوښتنه پیل شوې ده، که نوي تغیرات ومنل شي، برحاله ولسمشر کولای شي تر ۲۰۴۰ کال پورې په واک کې پاتې شي.

ولسمشرشوکت میرضیایف په ۲۰۱۶ کال کې د مخکني ډیکټاټور اسلام کریموف له مړینې وروسته ولسمشر شو. دی ټېنګار کوي چې په اساسي قانون کې نوي تغیرات به په دغه هېواد کې حکومتولي او د خلکو ژوند ښه کړي. اوزبیکستان، چې د افغانستان غوندې سمندر ته لار نلري، ۳۵ میلیون نفوس لري.

د نویو وړاندیز شویو تغیراتو په اساس، د ولسمشر د واک موده له پنځو کالونو څخه اوو کالونو ته زیاتېږي، برحاله ولسمشر کولای شي چې دوې نورې دورې هم ولسمشري وکړي او په دې اساس تر ۲۰۴۰ کال پورې په واک کې پاتې شي.

په خپله ولسمشر شوکت میرضیایف له خپلې کورنۍ سره یو ځای په پلازمینه تاشکند کې رایه ورکړه.
حکومت په ټولپوښتنې کې د خلکو د ګډون او دغه بهیر ته د مشروعیت پیدا کولو لپاره یو لړ کمپاینونه هم پيل کړي او د دغه هېواد ځینې وتلې څیرې یې هم په کې دخیلې کړې وې. همدغه راز په ښارونو کې یې شعارونه هم ځړولي وو چې خلکو ته په کې د ښه ژوند هیله ورکړې شوې وې.

د حکومت دغو کمپاینونو څه ناڅه نتیجه هم ورکړې ده. یو ۴۰ کلن سوداګر شمس الدین زریایوف وویل:"نوي‌اساسي قانون به زما ژوند بدلوي، خو په دقیق ډول نپوهېږم چې له کومې لارې به یې بدلوي. "

په ټولپوښتنې نیوکې
په اوزبیکستان کې یو شمېر خلک شته چې په واک کې کې د ولسمشر د پاتې کېدو دا هلې ځلې غندي او په دې بهیر باندې نیوکې کوي. یو ۷۰ کلن اوزبیک نورخمیل وویل: "دا ټول کارونه د دې لپاره وشول چې ولسمشر ټول عمر په واک کې پاتې شی. "

نوموړی مني چې میرضیایوف «ځینې اصلاحات راوستل او ځینې مسائيل یې بدل کړل» خو وايي‌ اندېښنه لري چې هغه «د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین په پل باندې قدم» ږدي. هغه زیاته کړه: "زموږ مقامات د پوتین سیستم تعقیبوي. دوی [مقامات] دایمي‌ نه دي، تاسو باید د خپلو خلکو درناوی وکړئ. "

د کریموف له مړینې وروسته، میرضیایف د مالوچو په فصلونو او تولید ځایونو کې د جبري کارونو د بندولو تر څنګ ځینې نور اصلاحات هم راوستل، خو فعالان وايي‌ چې د بشري‌ حقونو څخه سرغړونې همداسې روانې دي او مقامات نه پرېږدي چې مخالف سیاسي‌ اړخ څرګند شي.

په اوزبیکستان کې مطبوعات او رسنۍ کې هم په جدي ډول محدودې دي. په فرانسه کې دک اتولیک لوین پوهنتون یو محقق اولیویر فرناندو وايي چې د میرضیایوف اصلاحات د هغه د سلف اسلام کریموف څخه د لارې د جلا کولو یوه هڅه وه.

خونړۍ مظاهرې

په اوزبیکستان کې سخت ژمي خلک ځپلي او د سونګ موادو له کموالي او له سختې لوږې سره مخامخ دي. فساد هم ځپلي. حکومت داخلي تاوتریخوالی جرم ګڼلی او ځینې نور اصلاحات یې هم راوستي،‌ خو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره یې پام وړ اقدام نه دی کړی.

په ۲۰۲۲ کې د اوزبیکستان په خپلواکه سیمه «کاراکالپاکستان» کې په مظاهرو کې ۲۱ کسان ووژل شول. د بشري حقونو فعالان مقامات تورنوي چې د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره یې وژونکی ځواک کارولی دی.

خلکو په دغې سیمې کې په اساسي قانون کې د اصلاحاتو په ضد، چې د «کاراکالپاکستان» خپلواکي یې کموله، مظاهرې وکړې چې لسګونه کسان بندیان هم شول.‌ هلته بیا دا تغیرات عملي نشول.