د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د سه شنبې په ورځ، فبروري ۱۱ (سلواغه ۲۳)، اروپایي مشرانو ته وویل چې د مصنوعي هوښ دپاره د دوی "ډیر زیات" مقررات ددغه صنعت پرمختګ ته خنډ جوړوي. وینس د محتوا محدودول "استبدادي سانسور" بللی دی.
مصنوعي ځیرکتیا د هېوادونو ترمنځ د جیوپولټيکې سیالیو یوه عمده برخه ګڼل کیږي او بیلا بیل هېوادونه هڅه کوي چې په دې صنعت کې تر نورو مخکې شي.
وینس د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "امریکا لومړی" تګلارې له مخې وویل چې امریکا غواړي د مصنوعي هوښ په برخه کې مخکښ رول ولري او په دې برخه کې د اروپايي اتحادیې د ډیرو سختو قوانینو او مقرراتو سره مخالفت کوي.
ویسن په پاریس کې د هېوادونو د مشرانو او مصنوعي ځیرکتیا د شرکتونو رئیسانو یوې غونډې ته وویل: "موږ باور لرو چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې ډیر زیات مقررات دغه د ودې په حال کې صنعت وژني."
هغه زیاته کړه: "موږ په ټینګه باور لرو چې مصنوعي ځیرکتیا باید له ایډیولوژیکي پلوه بې پرې وې، او دا چې د امریکا مصنوعي ځیرکتیا به د استبداتي سانسور په یوه وسیله بدله نشي."
وینس پر هغو ګڼو مقرراتو نیوکه وکړه چې د اروپايي اتحادیې "د ډیجیټلي خدماتو د قانون" او د (GDPR) په نوم د اروپا د انلاین محرمیت د قانون له مخې رامنځته شوي دي. هغه استدلال وکړ چې دغه مقررات د کوچنیو شرکتونو لپاره د ډیرو لګښتونو او حقوقي ستونزو لامل کیږي.
وینس وویل: "موږ غواړو چې انټرنیټ مسئون وي، خو په انلاین بڼه له ناوړه استفاده کوونکو څخه د ماشومانو ژغورنه له دې سره توپیر لري چې یو بالغ سړی یا میرمن داسې معلوماتو ته له لاسرسي څخه منع شي چې حکومت فکر کوي غلط دي."
اروپایي قانون جوړوونکو تیر کال ددې اتحادیې د مصنوعي ځیرکتیا قانون تصویب کړ. دا د نړۍ لومړني جامع مقررات دي چې د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت په برخه کې تصویب کیږي.
وینس چې د پاریس په غونډه کې د امریکايي پلاوي مشري کوي، په دې برخه کې د چین د رول یادونه هم کړې ده.
د "ډیپ سیک" په نوم چینايي شرکت تیره میاشت د مصنوعي ځیرکتیا یو پیاوړی ماډل وړتیا بازار ته وړاندې کړ، چې ځینې باور کوي چې په دغه صنعت کې د امریکا رهبري یې ګواښلې ده. بازار ته د "ډیپ سیک" له راتګ وروسته د امریکا د کمپیوټري چیپونو جوړوونکي شرکت نویډیا د ونډو ارزښت ۱۷ سلنه ټیټ شو.
وینس وویل: "له سي سي ټي وي څخه تر ۵جي وسایلو پورې، موږ ټول له هغو کم اصله ټکنالوژیو سره اشنا یو چې د مستبدو رژیمونو په ملاتړ خپریږي."
مرستیال ولسمشر زیاته کړه: "د دوی سره ملګرتیا په دې معنی ده چې ستاسو ملت د یو استبدادي بادار سره نښلوي چې ستاسو د معلوماتو زیربنا ته د ننوتلو او ضبط کولو هڅه کوي. ایا یوه معامله دومره ښه ښکاري چې شاید ریښتیا نه وي؟ هغه پخوانی متل په یاد ولرئ چې موږ په سیلیکان ویلي کې زده کړی: که تاسو په یو محصول پیسې نه ورکوئ، تاسو پخپله محصول یاست."
وینس د ډیپ سیک نوم وانخیست. که څه هم داسې هیڅ شواهد نشته چې وښيي د ډیپ سیک معلومات په پټه د چین حکومت ته لیږدول کیږي، خو د مصنوعي ځیرکتیا دغه وسیله په وړیا توګه د کارولو لپاره موجوده ده او د راپورونو له مخې، ځینې دولتي ادارو یې کارول منع کړي دي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له وینس وروسته په خپله وینا کې، وویل چې د مصنوعي ځیرکتیا د صنعت په برخه کې د ډیر زیات اداري کنترول سره مخالف دی خو ټینګار یې وکړ چې مقرراتو ته اړتیا شته ترڅو په مصنوعي ځیرکتیا باندې باور ډاډمن شي او خلک ورڅخه ډډه ونکړي. هغه وویل: "موږ یو باوري مصنوعي ځیرکتیا ته اړتیا لرو."
د اروپایی کمیسیون مشرې اورسولا وان دیرلاین هم وویل چې اروپايي اتحادیه د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پانګونه پراخوي او اداري کنترول محدودي.
د وان دیرلاین سره د وینس په کتنه کې، امریکا ته د فولادو په صادراتو باندې د ټرمپ لخوا لګول شوې تعرفه یوه مهمه موضوع ښودل شوې ده.
ټاکل شوې وه د مصنوعي ځیرکتیا د شرکت اوپن اې آی اجرائیوي رئیس سام الټمن د سه شنبې په ورځ دې غونډې ته وینا وکړي. د میلیاردر ایلن مسک په مشرۍ یو کنسرتیوم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۹۷.۴ میلیارد ډالرو په بدل کې د اوپن اې آی د پیرودلو وړاندیز یې کړی دی.
الټمن سمدستي ددغه وړاندیز په غبرګون کې په ایکس کې ولیکل: "نه مننه. خو که ستاسو خوښه وي، موږ غواړو چې ټویټر په ۹.۷۴ میلیارد ډالر وپیرو."