د بهرنیو مرستو د جلب لپاره د ونزویلا د موقت رهبر هڅه

د ونزویلا لنډمهاله جمهور رئیس خوان ګوایډو

په داسې حال کې چې په ونزویلا کې سیاسي تاوتریخوالي روان دي، د حکومت مخالف ګوند له بهرنیو هیوادونو د مرستو د ټولو هڅه کوي.

د ونزویلا د موقت جمهور رئیس خوان ګوایډو استازي واشنګټن ته راغلي او خپل هیواد ته د بشري مرستو د جلبولو لپاره بحثونه کوي.

که څه هم د ښاغلي ګوایډو استازو د پام وړ مرسته ترلاسه کړې خو تر اوسه باید ونزویلا ته ددغو مرستو د رسولو پر څرنګوالي غور وکړي.

د راپورونو له مخې، اوسمهال په زیاته اندازه خوراکي مواد او درمل د ونزویلا د ګاونډي هیواد کولمبیا په کاکوتا شار کې بند پاتې دي او د ونزویلا د جمهور رئیس نیکولاس مدورو له خوا د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.

د امریکا په ګډون د نړۍ څه باندې ۵۰ هیوادونو ګوایډو د ونزویلا د لنډمهاله جمهور رئیس په توګه په رسمیت پیژندلی دی.

هغه د نړۍ له هیوادونو غوښتي دې چې هیواد ته یې ډیرې مرستې ولیږي. ګوایدو هیله مندي ښودلې چې ترلاسه شوې مرستې به د فبروري په ۲۳ نیټه ونزویلا ته ورسیږي.

جمهور رئیس نیکولاس مدورو وايي ونزویلا ته به ددې مرستو د داخلیدو اجازه ورنکړي. هغه د امریکا له خوا وضع شوي بندیزونه په ونزویلا کې د ستونزو علت په توګه یاد کړي دي.

د امریکا حکومت په دې وروستیو کې د نیکولاس مدورو پر حکومت د فشار د راوړلو لپاره ددې هیواد د نفتو پر دولتي شرکت بندیزونه ولګول خو مدورو د واشنګټن دا اقدام یو غیر قانوني او جرمي عمل ګڼلی دی.

جمهور رئیس ټرمپ له واک څخه د نیکولاس مدورو لري کیدو یوه لار، د نظامي ځواک کارول ښودلې او ددې هیواد کانګرس ته یې په خپله وروستۍ وینا کې پر مدورو د فشارونو د زیاتیدو غوښتنه کړېده. هغه وویل واشنګټن د ونزویلا د خلکو ملاتړی دی.

تمه کیږي چې د امریکا حکومت به په نږدې راتلونکې کې د ونزویلا پر یو شمیر پوځیانو او د تیلو د شرکت پر مسولینو بندیزونه ولګوي.

Your browser doesn’t support HTML5

ونزویلا