د امریکا د بهرنیو چارو وزات: طالبانو سره درې امریکایان بندیان دي

د "واشنګټن اکیزایمرامریکايي" رسنۍ ویلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ددغې رسنۍ ته تائید کړې چې جورج ګلیمن، محمود حبیبي او ریان کوربت درې امریکايي وګړي اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوې امریکايي رسنۍ ته په افغانستان کې د طالبانو په بند کې د یو افغان الاصله امریکايي په ګډون د دریو امریکایانو بندي کیدل تائید کړي دي.

د "واشنګټن اکیزایمرامریکايي" رسنۍ ویلي چې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت ددغې رسنۍ د یوې پوښتنې په ځواب کې دا تائید کړې چې جورج ګلیمن، محمود حبیبي او ریان کوربت درې امریکايي وګړي اوس مهال په افغانستان کې د طالبانو سره بندیان دي.

دمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځینو چارواکو د طالبانو په زندان کې د ریان کوربت او یو بل امریکايي وګړي د بند په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړي وو، خو د محمود حبیبي په اړه یې تبصره نه وه کړې.

د جورج ګلیزمن په اړه ډیر معلومات تراوسه نه دي خپاره شوي چې د طالبانو له خوا د نیولو پر مهال هغه په افغانستان کې په څه کاربوخت و.

خو محمود حبیبي د جمهوري رژیم پرمهال یې د ملکي هوايي چلند د ادارې د رئیس په توګه کارکوه او په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو پرمهال یې په یو خصوصي شرکت کې کار کوه.

د رپوټونو له مخې محمود شاه حبیبي د امریکا د پوځ له خوا د ۲۰۲۲ کال د اګست په دوېیمه کابل کې د ایمن الظواري د اوسیدنې پر کور د بې پیلوټه ډرون الوتکو د برید په په پایله کې چې په کې هغه ووژل شو، د برید نږدې یوه اونۍ وروسته د اګست په لسمه د کابل په شېرپور سیمه کې د خپل کور له مخې د طالبانو د استخباراتو د ریاست د کارکوونکو له له خوا ونیول شو او تراوسه د کومې محکمې پرته ددغې ډلې له خوا په زندان کې ساتل کیږي.

د محمودشاه حبیبي پلار د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې په یو لیک کې د طالبانو له مشرغوښتي ووچې زوی یې خوشې کړي.

په دغه لیک کې چې په ټولنیزو رسنیو کې هم خپورشوی د حبیبي د پلار له قوله راغلي چې زوی یې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په یوه خصوصي شرکت کې چې د فضايي رادار د کنترول مسوولیت یې درلود کار کاوه.

په دې لیک کې ویل شوي چې طالبان د محمودشاه له نیولو وروسته د هغه کور ته ورننوتي او د هغه الکټرونیکي وسایل یې هم ضبط کړي دي. خو د طالبانو د حکومت ویاند د امریکا غږ له خوا د ښاغلي حبیبي د ورور له قوله د محمود حبیبي د خبر د خپرولو وروسته د هغه په نیولو بې خبرې ښودلې وه.

د افغانستان د پخواني حکومت د دغه چارواکي ورور احمدشاه حبیبي چې د لومړي ځل لپاره یې د امریکا غږ سره د خپل ورور د نیول کیدو په اړه خبرې کولې، وویل چې محمود شاه حبیبي د اګست په لسمه د طالبانو لخوا پرته له دې چې کوم جرم یې ترسره کړی وي، ونیول شو او تر اوسه د هغه په اړه هیڅ معلومات نشته.

د طالبانو د حکومت ویاند او د دوحې په درېیمه غونډه کې ددغه حکومت د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد د جولاۍ په درېیمه کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې اوس مهال په افغانستان کې دوه امریکايي وګړي د طالبانو سره بندیان دي.

ذبیح الله مجاهد وویل چې په دوحه کې یې د یو امریکايي پلاوي سره ددغو بندیانو د خوشې کیدلو په شرایطو خبري کړي چې دا خبرې به د دپلوماتیکو چینلونو له لارې تعقیب شي.

هغه وویل: "اول دا چې د امریکايي استازو سره د خبرو پر مهال بلې ځینې موضوعات چې لا باقي پاتې دي تر بحث لاندې ونیول شو. دوه امریکايي اتباع هم بندیان دي په افغانستان کې د هغوی خلاصون په اړه مونږ هغوی سره مخکې هم دا بحثونه کړي وو، د افغانستان شرایط باید ومنل شي چې په هغه شرط باندې مونږ هم اتباع لرو چې په امریکا کې بندیان دي په ګوانتانامو کې بندیان دي د هغو پر وړاندې باید مونږ خپل اتباع راخلاص کړای شو څرنګه چې امریکايي اتباع هغوی ته مهم دي مونږ ته افغانان مهم دي په دې اړه مو هغوی سره بحثونه کړي دي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو په استازیتوب افغانستان لپاره ددغه هیواد ځانګړي استازي توماس ویسټ او د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري ګډون کړي وو.

تراوسه امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د خوشې کیدو د شرایطو په اړه د ذبیح الله مجاهد څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.