د پاکستاني حکومت له لوري د افغان کډوالو پر شړلو په دغه هېواد کې د فلم او تلویزیون ستوریو او په ځینو ورځپاڼو کې کالم لیکونکو اندېښنه ښودلې.
د پاکستان د تلویزیوني ډرامو یو وتلي څیرې عثمان خالد بټ د نومبر پر پینځمه( لړم ۱۴) پر اېکس رسنۍ (مخکینی ټوېټر) کښلي چې د افغان ناقانونه کډوالو په نامه له خلکو سره توکمیز چلند کېږي. دی لیکي: "پاکستانی حکومت د بې اسنادو افغان کډوالو د شړلو په نامه له خپلو خلکو سره توکمیز او ځوورونکی چلند کوي. "
The Pakistani government, meanwhile, showing racism and brutality against its own people in the name of ‘undocumented’ Afghan deportations.This isn’t about ‘illegal’ immigrants anymore. It isn’t about ‘security threats’ anymore. Just blatant racial profiling.
— Osman Khalid Butt 🇵🇸 (@aClockworkObi) November 5, 2023
هغه پر خپل اېکس پاڼه د ځینو راپورونو لینکونه هم خپاره کوي چې "شړل شوي افغانان مو خپل وګړي دي".
خالد بټ لیکلی چې، "په دوی کې ځینې داسې ماشومان اېستل شوي چې میندې یا پلرونه یې پاکستانیان دي یا یې مور او پلار په توقیف ځایونو کې پسې ګرځي. "
هغه وړاندې کاږي چې ان پي او ار (د ثبت نامې ثبوت) یا پاکستاني شناختي کارډ لرونکي هم له ملک څخه اېستل شوي دي.
دوو نورو فلمي ستورو ارمینه خان او صنم سعید هم له افغان کډوالو سره پر چلند اندېښنه ښودلې.
ارمینه خان پر خپله اېکس پاڼه (مخکینی ټوېټر) کاږي: "دا به زما لپاره جنایت وي چې زه د ۱.۷ میلیونه افغان کډوالوچې له پاکستان شړل کېږي، کورونه یې نړول کېږي، په باب خبره ونکړم،" دا خو بېخي سپکتوب دی، موږ څنګه له دوی سره دغه ډول چلند کولای شو. ډېره د افسوس خبره ده. "
It would be CRIMINAL of me not to talk about 1.7 million Afghans who are being displaced from Pakistan, their homes being bull dozed. This is absolutely vile! How can we treat them this way? I cannot talk about Gaza without talking about the plight of the Afghans. This is so sad…
— Armeena ✨ (@ArmeenaRK) November 2, 2023
د تلویزیون یوې بلې ممثلې صنم هم پر خپل اېکس ایکس پاڼه کښلي له افغان کډوالو سره له اوسنی چلنده داسې ښکاري چې حکومت له خپلو ستونزو د ولس پام بلې خوا ته د اړولو هڅه کوي.
"د افغان کډوالو له شړلو سره به زموږ بنیادي ستونزې هېڅکله هوارې نه شي. په نړۍ کې اوسنیو مشکلاتو ته په کتو، موږ باید لا زیاته مهربانه واوسو".
Deporting refugees who seek shelter here will not make our fundamental issues go away. It looks like we are deflecting blame from challenges that the govt or the country overall is facing. At a time like this in the world right now, we need to show more mercy. @GovtofPakistan
— Sanam Saeed (@sanammodysaeed) November 1, 2023
د دې ترڅنګ د نومبر پر پینځمه د فرایډې ټایمز په نامه اوونیزه ټولګه کې فروخ حسین کاږي چې په عصري پاکستان کې افغانان بهرني وګړي نه دي.
نوموړی لیکي داچې د پاکستان اقتصادي رکود په تاریخ کې تر بل هر وخت په چټکۍ سر مخ پر ځوړ دی، څه نا څه ۸۳۲،۳۳۹ پاکستاني وګړي تنها په ۲۰۲۲ کال له هېواده وتلي دي، همداسې د سږني ۲۰۲۳ کال تر سپټمبر میاشتې ۶۳۳،۱۰۸ پاکستانیان بهرنیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي.
د لیکوال په لیکنه چې یو خوا خلک له هېواده په وتو دي بلخوا حکومت هم خلک په زوره باسي.
فرخ حسین لیکي له ۲۰۲۲ کال راهیسې یو نیم میلیونه پاکستانیانو خپله وطن هجرت کړی دی، خو بلخوا سرپرست حکومت به افغان کډوالو پسې راخیستې ده، چې د لیکوال په خبره دا وخت دا تر ټولو زیاته لانجمنه بشري حقونو مسله ګرزېدلې ده.
د ډان ورځپاڼه کې هم د روانې نومبر میاشتې پر دوهمه نېټه د تانیه سعید لیکنه چاپ شوې چې په کې ویل شوي چې د پاکستان سرپرسرست حکومت د ناقانونه کډوالو د شړلو پرېکړې یو لوی بشري بحران رامینځ ته کړی دی.
د لیکوالې په وینا چې حکومت هغه کډوال هم نیسي او شړي یې چې له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې میشته دي.
بلخوا د ناقاونه کډوالو د پریکړې تر شا د پاکستان حکومت دریځ دادی چې د ناقانونه کډوالو د شړلو پرېکړه یې په دې هېواد کې امنیتي او اقتصادي حالاتو ته په کتو کړې ده.