خوړو نړیوال پروګرام سږکال ۹۲۵ زره زده کوونکو ته انرژي لرونکي بسکویټ ویشلي

عکس ( ارشیف)

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مۍ تر میاشتې پورې یې په افغانستان کې د لومړنیو ښوونځیو په ۹۲۵ زره زده کوونکو انرژي لرونکي بسکویټ ویشلي دي.

د ملګروملتونو دغې ادارې د سه شنبې په ورځ جولای ۱۱( چنګاښ ۲۰) د خپل ټویټر په پاڼه لیکي:" دا ډول انرژي لرونکي بسکویټ د ښوونځیو د ورځې په لومړۍ تفریح کې د نجونو او هلکانو سره مرسته کوي، ترڅو لوست ته زیاته پاملرنه وکړي او زده یې کړي".

په عین حال کې د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې " یونیسف" د اټکل له مخې تمه کیږي، چې په روان میلادي کال کې به په افغانستان په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر ۲.۳ میلیونو ته ورسیږي، چې ددغې ډلې ۸۷۵ زره تنه یې درملنې ته اړتیا لري.

دمخه یونیسف ویلي و، چې د روان کال د جنورۍ د میاشتې څخه د مارچ ترمیاشتې په خوارځواکۍ د اخته ۱۴۰ زره ماشومانو درملنه کړې ده.

د ملګروملتونو د شمیرله مخې په افغانستان کې له ۹۰ فیصدو څخه خلک د لوږې سره مخ دي، چې ماشومان د نورو زیات د لوږې له حالت څخه کړیږي.

هغه موسسې، چې د ماشومانو د خوارځواکۍ په برخه کې کار کوي وايي، چې د ماشومانو شمیر ته په پاملرنې د هرې ورځې په تیریدو د دوی اړتیاوې مخ په زیاتیدو دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي، چې د روان کال په دریو لومړیو میاشتو کې د تیرکال د همدې مودې پرتله په خوارځواکۍ د اخته ماشومانود درملنې شمیر زیات شوی دی.

ددې ادارې د جون د تیرې میاشتې د شمیرنو له مخې د نړیوالې ټولنې څخه د ملګروملتونو د مرستو د غوښتنې ۷۰ فیصده د خوارځواکۍ په ګډون د ژوند د ژغورلو روغتیايي خدمتونه او تغذیه جوړوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې په افغانستان د خوارځواکۍ کچه ډیره زیاته پورته تللې ده او ددغه هیواد د نفوس نیمايي یې د کال په اوږدو کې د لوږې سره مخ دي.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته افغانانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو د بندیدو او پر بانکي سیستم باندې نړیوال بندیزونه په دغه هیواد کې د لوږې د زیاتیدو سره مرسته کړې ده.