د یو نهنګ کانګې په ۱.۵ میلیون ډالر وپلورل شوې 

دا تصویر د دغې پېښې نه دی.

د یمن په سواحلو کې کب نیونکو د «سپرم» په نوم د یو نهنګ ۱۲۷ کیلو ګرامه کانګې موندلې چې ۱.۵ میلیون ډالر ارزښت لري.

د کب نیونکو دغې ۳۵ کسیزې ډلې د عدن په خلیج کې د دغه نهنګ مړ جسد موندلی و.

د نهنګ معطر جسد ټوله فضا عطرورینه کړې وه او همدغه بوی کب نیونکي وهڅول چې ورشي او نهنګ پیدا کړي.

دا بوی چې « د سایل عنبر» هم نومیږي، موم ته ورته یوه ماده ده چې د «سپرم» نهنګ په کولمو کې تولیدیږي، په عطرونو کې کارول کیږي او بوی یې ډېر وخت پاتې کیږي.

دا عنبر ډېر نایاب دي او له همدې کبله یې قیمت زیات دی.

کب نیوونکو د مړ نهنګ جسد له موندلو وروسته د هغه خیټه څېرې کړه، د «سایل» قیمت بها «عنبر» یې ترې ویستلي او بیا یې په متحدو عربو اماراتو کې په ۱.۵ میلیون ډالرو خرڅ کړي دي.

۳۵ کب نیونکو دا پېسې په خپلو کې ووېشلې او یوه برخه یې په خپلو سیمو کې بې وزلو کورنیو ته ورکړې.

دغه مړ نهنګ د دوی ژوند بدل کړ، نوي کورونه، موټر او کښتۍ یې واخیستلې.

په یمن کې له څو کلونو راهېسې جګړه روانه ده او اکثریت کورنۍ د کب نیونې له لارې ژوند کوي.

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د دغه عنبر کارول ځکه ناقانونه دي چې د هغو نهنګونو له خیټې راوځي چې نسل یې مخ په کمېدو بلل کیږي.