د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د چین په غیرې قانوني کب نیونې اندیښنه وښوده


د منظمو جرمونو سره د مبارزې یوه اداره وایي چې چین په نړۍ کې د غیرې قانوني کب نیونې تر ټولو ستر لوبغاړی دی.

د چین زرګونه د کب نیونې بیړۍ د افریقا، جنوبي ختیځي آسیا او جنوبي امریکا د هیوادونو په اوبو کې کبان نیسي. اکثریت دې کښتو سره د چین حکومت مرستې کوي.

په چین دا تور دی چې پدې اقدام سره سیمه ایز اقتصاد زیانمنوي او په اوبو کې د کبانو نسلونه ختموي خو چین دا تورونه نه مني.
د نړۍ د ژویو فنډ په نامه د یوې مؤسسې مرستیاله، میشل کروچ وایي"چین په نړۍ کې په زیان رسونکي بڼه د کبانو د نیولو لپاره د بل هر هیواد په پرتله ډیرې پیسې ورکوي. "

د امریکا مخکني حکومت په غیرې قانوني توګه د کب نیونې سره د نړیوالې مبارزې غږ کړی و او د نړۍ نه یې هم غوښتي و چې د چین د غیرې قانونې کب نیونې د کړنو په هکله غږ پورته کړي.

د جمهور رئیس بایډن حکومت هم ویلي چې په غیرې قانوني توګه د کب نیونې سره مبارزه یې د پالیسۍ مهمه برخه ده.

د سپینې ماڼۍ ویانده، جین ساکي وایي " د نړۍ په ځینو برخو کې د اندازې نه زیات کبان نیول کیږي. زمونږ د ملي امنیت ډله دا کار له نږدې څاري او تعقیبوي یې."

د نړۍ یو شمیر هیوادونو پخپلو اوبو کې د چین د کب نیونې په خلاف اقدام کړی. د ایکوادور سمندري ځواکونو تیر کال د چین د کب نیونې په کښتیو ډزې وکړې او د اندونیزیا حکومت بیا د چین یو شمیر د کب نیونې کښتۍ ضبط او نورې یې په اوبو کې ډوبې کړې.

ټاکل شوې وه چې د سواګرۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۰ کال د ډسمبر تر میاشتې په غیرې قانوني توګه د کب نیونې په برخه کې د حکومتي مرستو د مخنیوي لپاره یو تړون وکړي خو پدې کار کې بریالۍ نشوه.

خو د دې سازمان نوې مشرې ژمنه کړې چې دا کار به کوي.

میرمن نګوزي اوکینجو لیواله وویل " شل کاله کیږي چې دا کار روان دی. دا زما شعار دی چې نور دا کار بس دي. "

XS
SM
MD
LG