سرطان په نړۍ کې د زړه او د رګونو د بندېدو له ناروغیو وروسته د انسانانو د مړینې دویم ستر لامل دی. د روغتیا نړیوال سازمان د احصايې له مخې هر کال په نړۍ کې نږدې لس میلیونه کسان د سرطاني ناروغیو له امله مري.
په نارینو کې تر ټولو وژونکي سرطانونه د سږو، پروستات، کولمو، مقعد، د پانقراس او ځيګر سرطانونه دي. په ښځو کې د بیا سږو، تیو(سینې)، کولمو، مقعد، پانقراس او توخمدان (هګۍ دانې) سرطانونه په ترتیب سره تر ټولو زیات وژونکې سرطانونه دي.
ددې ډلې څخه د سږو سرطان د نارینو او ښځو د مړینې تر ټولو لوی لامل ګڼل کیږي. د دې ډول سرطان په ناروغانو کې د ژوندي پاتې کیدو چانس یوازې ۲۲ سلنه دی.
د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه د سګرټ څکول د سږو د سرطان د ۸۵ سلنه پېښو لامل بللی دی. بلخوا کورنۍ مخینه او وراثت، په پرله پسې توګه د لمر وړانګو ته مخامخ کېدل، د راډون ګاز سره دوامداره تماس او محیطي عوامل لکه د هوا ککړتیا او په چاپیریال کې د زهرجنو کیمیاوي موادو شتون هم د سږو په سرطان د اخته کېدو لاملونه بلل کیږي.
دوامداره ټوخی، بلغم چې کله ناکله په وینه ککړ وي، د سینې درد، د غږ خربوالی، ساه لنډۍ، په پرله پسې توګه د سینې او سږو په ناروغیو اخته کېدل او همدارنګه د سږو پاړسوب د سږو د سرطان اصلي نښې او نښانې دي چې اکثر وختونه هغه مهال څرګندیږي چې د سرطان ناروغۍ پرمختللې مرحلې ته رسیدلي وي.
د سینی سرطان
د ۱۹۸۰لسیزې په وروستیو کې چې د ښځو د تیو (سینې) سرطان ناروغۍ او مړینه خپله لوړې کچې ته رسیدلې وه، اوسمهال د اسانتیاوو په زیاتیدو، منظم معایناتو او د پر وخت تشخیص له امله ددغې ناروغۍ کچه ټېټه شوې ده. خو ددې سره سره، د تیو (سینې) سرطان په سرطاني ناروغیو د اخته میرمنو د مړینې دویم لوی لامل بلل کېږي.
د تیو (سینې) پر سرطان د اخته کېدو دقیق او کره لاملونه تر اوسه معلوم نه دي او داسې انګیرل کیږي چې یو لړ ارثي تعاملات او همدارنګه اړوند چاپیریال د دې ناروغۍ په وده کې رول لوبوي. روغتیا پوهان په دې باور دي چې د هورمونونو بدلون، د ژوندانه سبک او محیطي عوامل لکه په چاپیریال کې د سرطاني موادو سره تماس، په ځانګړې توګه د هوا، خاورې او اوبو ککړتیا د دې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې ونډه لري.
د تیو(سینې) د پوستکې یړوالی یا ضخامت، د هغه د رنګ، حجم، شکل او بڼې بدلیدل په سینې کې د سرطان د موجودیت مهمې نښې او نښانې دي.
که څه هم دا مخ په زیاتیدونکې سرطان، خطرناک دی، خو د نننۍ اسانتیاو په مرسته په ځانګړې توګه پر وخت تشخیص سره د تیو (سینې) په سرطان اخته ښځو د بشپړ درملنې او ژوندي پاتې کیدو چانس ډیر دی.
د پروستات سرطان
د پروستات سرطان په نارینو کې (چې پدغه سرطاني ناروغۍ اخته وي) د مړینې دویم لوی لامل دی. که څه هم د پروستات سرطان درملنه د څو لسیزو مخکې په پرتله تر ډېره بریده ممکنه شوې ده، خو بیا هم په دې سرطان د اخته نارینو د ژوندي پاتې کیدو چانس، پر وخت د دغې ناروغۍ په تشخیص پورې اړه لري. همدارنګه که چیرې د پروستات سرطان د ناروغۍ په لومړیو پړاونو کې تشخیص شي، بیا سل په سله د درملنې وړ دی.
له هغه ځایه چې د پروستات سرطان په لومړنیو پړاوونو کې خپل نښې او نښانې ښکاره کوي، نو تر ډیره بریده یې د پر وخت تشخیص امکان شته دی.
د تشو میتیازو پر مهال ستونزه، د میتیازو بندیدل یا بطي کېدل، په میتیازو کې او مني کې د وينې شتون، د هډوکو درد، د وزن کمېدل او د نعوظ اختلال، هغه نښې نښانې دي چې د پروستات سرطان پر مهال څرګندیزي.
د کولمو سرطان
د غټو کولمو او مقعد سرطان چې له ۹۰یمې لسیزې راهیسې د منظم معایناتو له امله یې کچه د ۵۰ کلونو څخه لوړ عمر لرونکي کسانو کې تېټه شوې وه، په وروستیو کلونو کې د ۵۰ کلونو څخه کم عمر لرونکي ځوانانو کې یې پیښې ډیرې شوې دي.
که څه هم په ځوانانو کې د دې سرطان د زیاتوالي اصلي لامل نه دی په ګوته شوی، خو داسې انګیرل کیږي چې د خلکو په ژوند او معیشت کې بدلونونه، په ځانګړې توګه د پروسس شویو او بسته بندي شویو خواړو (کانسرو) ډیر مصرف، په چاپیریال کې د کیمیاوي او زهرجنو موادو زیاتوالی، د الکولو لوړ مصرف، د فزیکي فعالیت نشتوالی، چاغوالي او د سګرټ څکول پر دغه سرطان اخته کېدو ته لاره هواره کولای شي.
په غایطه موادو کې د وینې شتون، د مقعد څخه د وینې راتلل، د غایطه موادو په شکل کې بدلون او د هغه نری کېدل، له رفع حاجت وروسته داسې احساس کول چې کولمې تش شوي نه دي، د خېټي د عضلاتو غونجیدل، په بطن کې درد، بې اشتهايي، د وزن بایلل او د کمزورۍ او ستړیا احساس د غټو کولمو او مقعد سرطان یو شمیر عادي نښې نښانې دي.
د پانقراس سرطان
د پانقراس سرطان یو له خطرناکو سرطانونو څخه دی چې په نړۍ کې یې پیښې په چټکۍ سره مخ په ډیریدو دي. همدارنګه تر اوسه ددغه سرطان د ژر تشخیص لپاره چې د درملنې د اوسنې میتودونو په ځانګړې توګه د کیموتراپي په وړاندې مقاومت لري، کومه لاره شتون نلري.
تر اوسه معلومه نه ده چې د پانقراس د سرطان لامل څه شی دی، خو د سرطاني ناروغیو متخصصان په دې باور دي چې د سګرټو او تنباکو مشتقاتو کارول او همدارنګه کورنۍ مخینه او وراثت ددې ناروغۍ له لاملونه څخه دي.
د پانقراس سرطان چې تر پرمختللو پړاوونو پورې يې نښې نه ښکاري، ډېر خطرناک ګڼل کېږي. کله چې نښې یې څرګندې شي، نو هغه مهال یې درملنه تقريباً ناشونې ده.
د خېټې درد، د اشتها کمېدل، د وزن بایلل، د پوستکي او د سترګو د سپینو ژېړ کېدل، یا په بل عبارت د غایطه موادو بې رنګه کیدل، د تشو میتیازو د رنګ توریدل، خارښت، په رګونو کې د وینو د لخته کیدو له امله د لاسونو او پښو پړسیدل او همدارنګه زیاته ستړیا د پانقراس د سرطان تر ټولو څرګندې نښې دي.
د ځيګر سرطان
د ځيګر سرطان د ښځو په پرتله په نارینو کې ډیر عام دی او په انسانانو کې یو له وژونکي سرطانونو څخه دی.
کله کله د ځيګر د سرطان لامل معلوم وي، لکه د ځیګر مزمنې انتاني او ويروسي ناروغي، خو په ډېرو مواردو کې د دې سرطان لاملونه معلوم نه وي.
خو ددې سره سره، د سرطاني ناروغیو متخصصان پدې اند دي چې ځینې عوامل لکه د سګرټ څکول، د الکول ډیر مصرف، چاغوالي، د ځیګر په التهابي ناروغیو اخته کیدل او د شکر ناروغۍ د دې سرطان له لاملونه څخه وي.
همدارنګه د ځيګر سرطان هم ډېر خطرناک دی، ځکه چې تر هغه پورې چې ډېر پرمختللو پړاوونو ته نه وي رسیدلې، نښې نښانې یې نه څرګندیږي. له بده مرغه پر وخت ددغې ناروغي تشخیص ډېر ګران دی.
د وزن بایلل، بې اشتهايي، د خیټې په پورتنۍ برخه کې درد، خواګرځی او کانګې، ستړیا او کسالت، د خیټې پاړسوب، د پوستکي د سترګو د سپینو ژیړوالي او د غايطه موادو بې رنګه کېدل د ځیګر پر سرطان د اخته کېدو نښې نښانې ګڼل کیږي.
د هګۍ دانۍ (تخمدان) سرطان
له هغه ځایه چې د هګۍ دانۍ (تخمدان) سرطان تر پرمختللو پړاوونو پورې یې نښې او نښانې نه څرګندیږي، نو ژر تشخیص یې هم ډیره ستونزمن دی. هغه ښځې چې د سینې او تخمدان د سرطان کورنۍ مخینه لري، د نورو ښځو په پرتله پر دې ناروغۍ د اخته کیدو احتمال او خطر یې هم لوړ دی. له همدې امله د جراحي عملیاتو په مرسته د تخمدان لرې کول په دغو میرمنو کې، د هګۍ دانۍ سرطان د اخته کېدو خطر تر ډیره بریده له منځه وړي. همدارنګه، هغه ښځې چې ډیر وزن لري، او همدارنګه هغه میرمنې چې سګرټ څکوي، د هګۍ دانۍ سرطان له خطر سره مخ دي.
د مخنیوي لارې چارې
ویل کیږي چې د پنځو څخه تر لسو سلنې پورې د سرطانونو لاملونه زیږون او ارثي ستونزې دي. همدارنګه د ۹۰ څخه تر ۹۵ سلنې پورې سرطانونو کې چاپیریال او بیولوژیکي عوامل ښکیل ګڼل شوي دي. له همدې امله، په ورځني عادتونو او د ژوندانه په سبک کې ځینې بدلونونه په لوړه کچه د سرطاني ناروغیو خطر کچه ټېټولای شي.
د سګرټو او د تنباکو لرونکو مشتقاتو پریښودل، د سالم خوراکي رژیم لرل او د سبزیو ، تازه او وچو میوو خوړل، د پروسس شوي او بسته بندي شوي خواړو(کانسروا) مصرف کمول، د الکول له زیات مصرف څخه ډډه کول، د بدن د مناسب وزن ساتل او د چاغوالي مخنیوي، منظم فزیکي تمرین، منظم طبي معاینات، د ککړې هوا او ککړ چاپیریال سره څخه لیرې اوسیدل، د پپیلوما ویروس واکسین په ګډون د هغو ویروسونو ضد واکسین چې د ځیګر د التهاب لامل کیږي تطبیق کول په سرطان د اخته کېدو ګواښ له منځه وړي.
د روغتیا د نړیوال سازمان د نوي اټکل له مخې به تر ۲۰۵۰ کال پورې په نړۍ کې د سرطاني ناروغیو پېښې ۷۷ سلنه زیاتې شي او د سرطان د ناروغانو شمېر چې اوسمهال نږدې ۲۲ میلیونه دی په راتلونکو دونیمو لسیزو کې به ۳۵ میلیونو ته ورسېږي.