د روغتیا نړیوال سازمان د اومیکرون کرونا وبا د اندیښنې وړ وبلله

د روغتیا نړیوال سازمان د کروناویروس نوې بڼه (اومیکرون) د اندیښنې وړ بللې ده.

اومیکرون د کروناویروس پنځمه بڼه ده چې د لومړي ځل لپاره پدې تیرو څو اونیو کې په جنوبي افریقا کې په نښه شوې؛ د ویروس هغه بڼه چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د چټک زیاتیدو سبب شوې.

ددې ویروس په پروتینو کې شاوخوا ۳۰ خوځښتونه لیدل کیږي او پوهان اندیښمن دي چې یو شمیر دغه خوځښتونه ښایي ددې سبب شي چې دا ویروس په اسانه سرایت وکړي.

بیاهم پوهان تر اوسه پدې نه پوهیږي چې آیا اومیکرون خطرناکه دی او که د خپریدو وړتیا یې زیاته ده.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویاندې کرسشن لندمرییر، په ژنیو کې وویل چې لومړنۍ څیړنې ښیی چې ددې ویروس تازه بڼه زیاته متحرکه ده او څیړونکي د هغه د درک کولو لپاره کار کوي.

کوم یو د زیات معافیت سبب کیږي؛ واکسین یا اخته کیدل ؟

د اومیکرون په هکله اندیښنو د جمعې په ورځ نومبر ۲۶ په مالي بازارونو اغیز وکړ او د تیلو بیه یې په هر بیرل کې ۱۰ ډالره راټیټه کړه.

د روغتیا نړیوال سازمان وویل چې د کروناویرسو د B.1.1.529بڼه (اومیکرون) څو اونیو څیړنو ته اړتیا لري.

ددې سازمان د عاجلې څانګې رئیس مایک راین، وویل چې هیڅوک باید د اومیکرون په هکله بیړنی او وارخطا ځواب وړاندې نکړي.

بیا هم د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې د جنوبي افریقا او اوه نورو افریقایي هیوادونو - بوتسوانا، زمبابوی، نامیبیا، لشوتو، ایسواتیني، موزمبیق او ملاوي- څخه پروازونه د د دوشنبې له ورځې نومبر ۲۹ څخه محدودوي.

د نورو هیوادونو اوسیدونکي چې امریکا ته له راتګ ۱۴ ورځې مخکې په دغو اتو هیوادونو کې اوسیدلي وي، اجازه نلري چې امریکا ته راشي. خو امریکایان او د متحده ایالاتو د دایمي اوسیدنې د کارتونو لرونکي کولای شي په هغه صورت کې چې معاینات یې منفي وي، آزاد سفر وکړي.

د کاناډا، بریتانیا، اروپایي اتحادیې، هند، جاپان، اسرائیل، ترکیې، سویس او عربي متحده اماراتو په ګډون یو شمیر هیوادونو هم د جنوبي افریقا څخه په مسافرت باندې یو لړ محدودیتونه لګولي دي.

یو شمیر پوهانو خبرداری ورکړی چې ښایي اقدامات ناوخته نیول شوي وي، ځکه ددغه ډول ویروس مثبت موارد په بلجیم، بوستوانا، اسرائیل او هانګ کانګ کې رپوټ شوي دي.

په لسګونو نور مسافر چې په یو پرواز کې له جنوبي افریقا څخه هالنډ ته تللي وو هغوی هم په کروناویروس اخته شويوو.

هالنډي مقاماتو ویلي د هغو کسانو معاینات چې مقبت وو هغوی په یو هوټل کې قرنطین کیږي.

په نورو هیوادونو کې پدې وروستیو کې د کروناویروس د ډلتا ډول ناروغۍ رپوټونه ورکړل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان: د کروناویروس د دلتا بڼه په نړۍ برلاسې شوې

پوهان وایي دلتا ډوله کروناویروس ناوخته وپیژندل شو او په همدې خاطر د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې خپور شو، خو اومیکرون ډوله ویروس په ابتدایي پړاونو کې وپیژندل شو او ښایي پدې اړه د کارونو لپاره فرصت موجود وي.

جنوبي افریقا له هغه هیواد څخه په پروازونو باندې محدودیتونه "عجولانه" کار ګڼلی او ویلي یې چې د ناوړه پایلو څخه یې اندیښمنه ده.