د لاس رسي وړ اتصالات

په جرمني کې د کرونا وبا د خپریدو له کبله نوي قیودات


په جرمني کې شاوخوا ۶۷ په سلو کې کسانو د کرونا ضد بشپړ واکسین کړی.
په جرمني کې شاوخوا ۶۷ په سلو کې کسانو د کرونا ضد بشپړ واکسین کړی.

د جرمني په پایتخت برلین او څو نورو ښارونو کې د دوشنبې نومبر ۱۵ (لړم۲۴) نه وروسته یوازې هغه کسان رسټورانټونو، سینماګانو، موزیمونو او د موسیقۍ ځایونو ته د ورتګ اجازه لري چې د کرنا ضد واکسین یې کړی وي او یا تازه ددې ناروغۍ نه جوړ شوي وي.

جرمني دا اقدام وروسته تر هغه وکړ چې د کویډ ۱۹ نوې قضیې ډیرې شوې.

د جرمني د انتاني ناروغیو د کنټرول مرکز د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۵ (لړم۲۴) وویل چې یوازې پدې تیرو اوو ورځو کې د هیواد د وګړو په هرو ۱۰۰زرو کې یې ۳۰۳ نوي کسان په کرونا اخته شویدي. دا د کومې ورځې نه چې په جرمني کې دا وبا خپره شوې، لومړی ځل دی چې دا شمیره د ۳۰۰ نه پورته ځي.

په جرمني کې د ټولو وګړو څخه یوازې ۶۷.۵ په سلو کې د کرونا ضد بشپړ واکسین شویدي خو په هغو سیمو کې چې خلک یې واکسین شوي ندي د کرونا نوې بڼه (ډلټا) په پراخه توګه پداسې حال کې خپره شوې چې هوا سړه ده او خلک ډیر په کورونو کې دننه دي.

ټاکل شوې د جرمي پارلمان د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د کویډ ۱۹ د محدودیتونو لپاره په نوي کاري چوکاټ رایه ګیري وکړي. داسې ویل کیږي چې ښایي په لومړۍ سر کې د پلان شویو محدودیتونو په نسبت دا ځل لا جدي محدودیتونه وضع شي.

د جرمني نوی ائتلاف چې ټاکل شوې د بلې میاشتې په لومړنیو شپو ورځو کې واک تر لاسه کړي ښایي د هیواد په ځینو سیمو کې د کرونا ضد واکسین لپاره نوي قوانین وضع کړي. چارواکو تر دې دمه د دې اقدام په هکله زړه نا زړه و.

راپورونه وایي چې دا نوي قوانین به د جرمني ۱۶ ایالتونو ته څو لارې په اختیار کې ورکړي چې په فردي توګه یې تطبیق کاندي ځکه چې د کرونا خپریدل د جرمني په بیلا بیلو برخو کې تر ډیره حده توپیر لري.

د کرونا نوې قضیې تر ډیره حده د جرمني په جنوبي او ختیځو برخو کې ثبتیږي ځکه چې پدې سیمو کې ډیرو لږو کسانو د کرونا ضد واکسین کړی.

XS
SM
MD
LG