د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه تصمیم؛ د بایډن ادارې نور مهلت ترلاسه کړ 

د متحده ایالاتو یو قاضي د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ته نور مهلت ورکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو پیسو په هکله تصمیم ونیسي. طالبان د دې پیسو ادعا لري او پر امریکا باندې د سپتمر د ۱۱ بریدونو یو شمیر قربانیان د هغه د ترلاسه کولو هڅه کوي.

د نیویارک د منهاټن یوې قاضۍ سارا نیتبورن، د امریکا د عدلیې وزارت ته د روان کال د فبرورۍ تر ۱۱ پورې مهلت ورکړ چې د افغانستان د مرکزي بانک د شاوخوا اوه میلیارډ کنګل شویو ډالرو د سرنوښت په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړي. دا پیسې د فدرال ذخیرې په بانک کې په نیویارک کې ساتل کیږي.

دغه شمیر پیسې وروسته له هغې کنګل شوې چې طالبان د تیر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته ورسیدل.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت دوه ورځې مخکې غوښتي وو چې د سپتمبر د ۱۱ د ترهګریزو بریدونو د قربانیانو د ادعاو، دپلوماسۍ او د افغانستان د وضعیت په شمول مهمو او متعددو موضوعاتو ارزولو لپاره زیات وخت ته اړتیا لري.

سپینه ماڼي د ملګرو ملتونو او مرسته رسوونکو ډلو تر فشار لاندې ده، تر څو ددغو پیسو څخه د محکمو په فیصلو کې استفاده ونشي؛ خو د ۲۰۰۱ کال د ترهګریزو بریدونو قربانیان او یو شمیر کورنۍ یې د محکمې د پخوانیو پریکړو ناراضه دي او ددغه پیسو د لاسته راوړلو په لټه کې دي.

ملګري ملتونه او مرسته رسوونکې ډلې ترجیح ورکوي چې ددغو کنګل شویو پیسو څخه د افغانستان د مرکزي بانک د ژغورلو، د نغدو پیسو د کسر اسانولو، لوږې ته د رسیدګۍ او د افغانستان د اقتصادي مشکلانو د حل لپاره استفاده وشي.

د طالبانو ډلې په وار وار د امریکا، نورو هیوادونو او سازمانونو څخه چې د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر یې کنګل کړي غوښتي چې ژر تر ژره دغه پیسې هغوی ته ورکړي چې د هیواد اقتصادي ستونزې حل شي.

د چین، ایران، پاکستان او روسیې په ګډون یو شمیر هیوادونو هم ددغو پیسو ازادول غوښتي.

د امریکا د متحده ایالاتو بندیزونو د طالبانو سره راکړه ورکړه منع کړې ده.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته پدې هیواد بهرنۍ مرستې بندې شوي او اوس په میلیونونه افغانان د لوږې، فقر او نیستۍ سره مخامخ دي.

له دې دمخه د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د کنګل شویو پیسو د ازادولو لپاره د طالبانو غوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو چې امریکا له پخوا څخه طالبلنو ته څرګنده کړې وه چې که د زور له لارې واک ترلاسه کړي غیر بشري مهمې مرستې دې هیواد ته نه ورکول کیږي.

تامس ویسټ په یو لړ ټویټونو کې لیکلي وو: "مشروعیت او ملاتړ باید د تروریزم پر وړاندې مبارزې، د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او د لږکیو، ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي او کار اوکسب ته د مساوي لاسرسي په ګډون عمل پورې مربوط شي."