د لاس رسي وړ اتصالات

سیګار افغانستان کې د بشري مرستو د ضایع کیدو د احتمال خبرداری ورکړ


جان ساپکو
جان ساپکو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش د ادارې "سیګار" مشر جان ساپکو د پنجشنبې په ورځ جنوري ۲۷ (سلواغې ۷) وویل په افغانستان کې د مرسته کوونکو هیوادونو د دیپلوماتیک او نظامي حضور په نشتوالي سره په هغه هیواد کې د بهرنیو مرستو د ضایع کیدو خطر موجود دی.

ښاغلي ساپکو چې د اتلانتیک شورا په یوه انلاین بحث کې خبري کولې وویل که د نړیوالو پر مرستو دقیق څار موجود نه وي دا خطر شته چې مرستې مستحقو کسانو ته له رسیدو مخکې منحرفې شي.

د امریکا د مرستو دغه څارونکي په تیرو شلو کلونو کې له افغانستان سره مرستو ته په اشارې وویل، امریکا په تیرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۶ میلیارده ډالره ولګول چې شاوخوا ۳۰ سلنه یې بیځایه یا هم غلا شول.

نوموړي د مرستو د عمده برخې د بیځایه لګیدو علت د نظارت نشتون وباله.

ښاغلي ساپکو وویل:" که د نړۍ ټولې پیسې افغانستان ته ولیږو او دا پیسې ددې پر‌ځای چې د اړمنو کسانو ته ورسیږي د طالبانو رژیم او یا هم نورو بدو لوبغاړو په لاس ورشي، دا به یوه تراژیدي وي."

ښاغلي ساپکو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال له افغانستان سره د مرستو په اړه وویل دا باید په یاد وي چې له یوه واړه هیواد سره ډیر ژر، زیاتې پیسې او په کم نظارت سره شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې مشر په دې انلاین بحث کې له افغانستان سره د مرستو لپاره یو لړ وړاندیزونه وکړل.

نوموړي وویل، د مرستو لپاره باید روښانه هدف وي، د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک په شان هر سازمان چې د امریکا مرستې ترلاسه کوي باید رونټوب ولري، د مرستو د لګولو په اړه وضاحت وي، د مرستو د بیځایه لګیدو د مخنیوي لارې چارې موجودې وي، د نتیجې د معلومولو لپاره روښانه معیارونه وي.

ساپکو وویل امریکا واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له افغانستان سره یو ستر مرسته کوونکی هیواد دی چې تر اوسه یې د شاوخوا اوه سوه و اتیا میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړېده.

سره له دې چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د بشري مرستو د بیځایه کیدو د مخنیوي لپاره له مرسته کوونکو سره د کار ژمنه کړې خو ساپکو د سیګار تیرو راپورونو ته په اشارې وویل چې د کافي نظارت نشتون او په افغانستان کې د وضعیت تغیر ته په نه پام سره افغانانو ته د مرستو په رسیدو کې جفا شوې ده.

ساپکو د خپلو خبرو په پای کې وویل افغانستان له یوه نوې واقعیت سره مخ شوی دی او ممکن په راتلونکې کې د امریکا او نورو غربي هیوادونو مرستې ورسره ترسره شي خو پکار ده چې یو موثر نظارت موجود وي څو دا مرستې ضایع نشي او د خلکو پر ژوند مثبت تاثیر وکړي.

د سیګار مشر په داسې حال کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په نظارت ټینګار کوي چې ملګرو ملتونو د جنوري میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د بشري ناروین د مخینوي‌ په هدف د شاوخوا څلور اعشاریه څلورو میلیاردو ډالرو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د جنوري په ۲۶ نیټه د یاد سازمان له غړو وغوښتل چې له افغانستان سره د شاوخوا درې اعشاریه شپږو میلیاردو ډالرو نوره مرسته هم وکړي چې په مجموع کې شاوخوا اته میلیارده شي او په دې سره د روغتیا، ښوونې او روزنې، د میرمنو او نجونو د وضعیت له ښوالي سره مرسته وشي.

د اګست میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته له هغه هیواد سره نړیوالې مرستې بندې شوې او د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالر د امریکا او نورې نړۍ په بانکونو کې کنګل شوې.

XS
SM
MD
LG