کروناویروس؛ د امریکا په وچه کې د دماغي ناروغیو د بحران خبرداری

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د کرونا ویروس له کبله له شځو سره تشدد هم زیات شوی

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) ویلي چې د درملو او الکولو د استفادې له کبله، کروناوېروس د امریکا په وچه کې د دماغي روغتیا بحران رامنځته کوي.

د ډبلېو اچ او سیمه ییزې مشرې کرېسا اېتني د سه شنبې په ورځ اګست ۱۸مه (زمري ۲۸مه) یوې انلاین غونډې ته ویلي چې کروناوېروس د ښځو پر وړاندې د تشدد قضیې هم زیاتې کړې دي.

مېرمن اېتني زیاته کړې چې "د کوېډ-۱۹وبا زموږ په سیمه کې په داسې اندازه د دماغي روغتیا بحران رامنځته کړی چې پخوا مو هېڅکله لیدلی نه و."

مېرمن اېتني له ټولو حکومتونو څخه غوښتي چې د خلکو دماغي روغتیا ته پاملرنه وکړي او له کروناوېروس سره د مبارزې له لارې دې دغه ستونزه هم له منځه یوسي.

د ډبلیو اچ او چارواکې وایي چې ګڼ شمېر خلک په کروناوېروس له اخته کېدو نه وېره لري او ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیايي مامورینو د خطر په منلو سره اضافي کار ته اوږه ورکړې ده.

مېرمن اېتني ټینګار کړی چې د کورني تاوتریخوالي زیاتېدو ته باید پام وشي.

مېرمن اېتني وايي چې په ارجنټاین، کولمبیا او مکسیکو کې د کورني تشدد له امله د مرستو رسولو مرکزونو ته تماس نیول زیات شوي خو لا هم د کورني تشدد کره معلومات او احصائیه خپره شوې نده.

د ډبلیو اچ او سیمه ییزې مشرې ویلي چې د امریکا په وچه کې په کروناوېروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۱،۵ مېلیونو ته رسیدلی او څه باندې ۴۰۰۰۰۰ زره کسان د کروناوېروس له کبله مړه شوي دي.

ګڼ شمېر خلک د امریکا په متحده ایالتونو او برازیل کې په وېروس اخته شوي خو په کارابین، پیرو، ډومېنیک جمهوریت، جامایکا، باهاما ټاپوګانو او ترېنېداد او توباګو کې د نویو قضیو ثبتول هم زیات شوي دي.