کروناویروس؛ ماشومانو ته د روغتیا نړیوال سازمان نوې سپارښتنې 

دا مهال شاوخوا ۲۳ میلیون خلک د کرونا په ویرس اخته شوي

د روغتیا نړیوال سازمان په خپلو نویو سپارښتنو کې ویلي دي چې کله یو میتر فاصله ممکنه نه وي، باید ۱۲ کلن او تر هغوی مشر ماشومان هم د لویانو په څېر تل ماسکونه وتړي چې د کرونا په ویروس اخته نشي.

دغه سازمان همدغه راز ویلي دي چې د شپږ او ۱۱ کلونو ترمنځ ماشومان باید یوازې هغه وخت ماسک وتړي چې فکر کوي د کروناویروس د خپرېدو او په دغه ویروس د اخته کېدو خطر شته.

د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو وجهې صندوق د جمعې په ورځ اګست ۲۱ په ګډې اعلامیې کې دا سپارښتنې خپرې کړې دي.

دا ادارې وايي چې د شپږو او ۱۱ کلنو ترمنځ ماشومانو ته د ماسک تړل په دې پورې اړه لري‌ چې دوی په کوم ځای کې دي‌ او هلته د ویروس د انتقال څومره امکان شته او بله دا چې ایا دا ماشومان ماسک تړلی شي که نه.

د روغتیا نړیوال سازمان د پنځو کلونو او تر هغوی کم عمره ماشومانو ته د مصونیت شرايطو او د دغو ماشومانو علاقې ته په کتو، هغوی ته د ماسک تړلو سپارښتنه نکوي.

وايي نسبتآ بالغ ماشومان د کم عمره ماشومانو په پرتله د کروناویروس په انتقال کې مهم رول لوبوي، خو دا سازمانونه وايي‌ چې نورو پلټنو ته هم ضرورت دی چې د کروناویروس په انتقال کې د ماشومانو او غټانو رول ته کتنه وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال د جون په میاشت کې له ټولو خلکو وغوښتل چې د کروناویروس د مخنیوي لپاره دې ماسکونه وتړي، خو د ماشومانو په اړه یې ځانګړې سپارښتنې نه وې کړې.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس شاوخوا ۲۳ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته شوي‌ او تر دې دمه لږ تر لږه ۸۰۰زره کسان مړه شوي دي.

دا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو او دا مهال په ټولې نړۍ کې پرې انسانان اخته دي.