افغانستان او ۱۵ نورو هیوادونو کې میلیونونه ماشومان ندي واکسین شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وایي تیر کال په ټوله نړۍ کې ٢٠ میلیونه ماشومان د شري، دفتري او تیتانوس په څیر وژونکو ناروغیو ضد واکسینونه ندي کړي.

د نړیوال کتلوي معافیت او د ملگرو ملتونو د وجهي صندوق د یو نوي رپوټ له مخې د ماشومانو لپاره د واکسیناسیون کچه تر ډیره په فقیرو او جنگ ځپلو هیوادونو کې ټیټه ده.

د نړیوال روغتیایي سازمان رئیس تدروس ادانوم گیبریسوس وویل: "د ناروغیو د خپریدو د مخنیوي او د نړۍ د مصونیت لپاره واکسینونه یو له مهو وسایلو څخه دي."

هغه زیاته کړه، د منزوي او جنگ ځپلو ټولنو تر ټولو ناداره وگړي هغه دي چې د خپلو کورنو خوشې کولو ته اړ شوي او ماشومان یې تل ندي واکسین شوي او تر ډیره د خطر سره مخامخ دي.

ددې رپوټ له مخې د هغو ماشومانو نیمایي برخه چې ندي واکسین شوي د افغانستان په گډون د ١٦ هیوادونو اوسیدونکي دي.

پاکستان، سوریه، یمن، سومالیا، نایجریا، نایجر، سوډان، عراق، مالي، هیټي، ایتوپیا، کانگو، د مرکري افریقا جمهوریت او چاد د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې زیات شمیر ماشومان یې ندي واکسین شوي.