د کرکټ د نړیوال جام احتمالي ګټونکي

انګلنډ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د ګټلو قوي مدعي بلل کیږي

د ۲۰۱۹م د کرکټ نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې په ورځ (مۍ۳۰) په ویلز او انګلنډ کې پیلیږي.

د کرکټ اکثریت شننونکي په دې باور دي چې ښايي انګلنډ د کرکټ دا جام وګټي، وايي په خپل کور کې لوبیږي، تر ټولو ښه له آب او هوا سره بلد دي او لوبډله یې هم غښتلې ده. اسټرالیا او هند هم د دغه جام دوه احتمالي ګټونکي بلل کیږي.

د اسټرالیا پخواني لوبغاړي او مبصر بریټ لي د اسټرالیا د کرکټ ویپاڼې ته ویلي دي چې استرالیا به یې ګټي. هغه وايي " اسټرالیا پنځه ځلې نړیوال جام ګټلی او پوهیږي چې څنګه نړیوال جام وګټي."

د کرکټ بل نړیوال مبصر مارک والف وايي چې انګلنډ به یې ګتي. هغه وايي "زه فکر کوم، چې انګلنډ ډېره غښتلې لوبډله لري، بېټېنګ یې غښتلی دی، په خپل کور کې لوبیږي" او په دې وروستیو کې ښه ځلیدلي دي.

د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکنی لوبغاړی وقار یونس هم مني چې د انګلنډ د ګټلو چانس زیات دی " خو اسټرالیا خپل هغه پخواني حالت ته بېرته ګرځیدلې او هند هم د اسیا تر ټولو ښه لوبډله ده. "

د افغان لوبغاړو وړاندوینې

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي رئیس احمدزي امریکا غږ ته وویل "انګلنډ بهترین ټیم دی، که بخت یې خراب نه وي، د ګټلو چانس یې زیات دی. اسټرالیا هم د ګټلو چانس لري." هغه وايي هند، جنوبي افریقا او نیوزلنډ هم د دغه جام احتمالي ګټوونکي ګڼي.

کریم صادق بیا ویسټ انډیز د نړیوال جام احتمالي ګټونکی بولي. هغه وايي " په ویسټ انډیز او اسټرالیا کې به یې یو نړیوال جام ګټي."

د افغانستان کرکټ د ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی نوین الحق هم اټکل کوي چې انګلنډ به یې ګټي خو هغه د هند چانس هم زیات ویني. هغه امریکا غږ ته وویل "زړه مې غواړي ووایم چې افغانستان یې وګټي، خو که حقیقت ته وګورو انګلنډ او هند غښتلي ټیمونه دي. زما په اټکل انګلنډ د نړیوال جام د ګټلو ۶۰٪ سلنه او هند ۴۰٪سلنه چانس لري. "

د ملي لوبډلې یو بل ځوان لوبغاړی محب الله اوریا خیل بیا وايي چې زړه یې ټول له افغان لوبډلې سره تړلی دی او غواړي چې افغانستان نړیوال جام وګټي، خو د کرکټ تجربه یې بل څه وايي.

هغه امریکا غږ ته وویل "زړه مو غواړي چې افغانستان له پاکستان سره فاینل ته ووځي او بیا یې افغانستان وګټي، خو که د ټيمونو جوړښت، ترکیب او قوت ته وګورو، د انګلنډ او اسټرالیا امکان بیا زیات دی چې پایلوبې ته ووځي او انګلنډ یې وګتي."

دا دولسم نړیوال جام دی چې کیږي. د افغانستان په ګډون لس هېوادونه په دغه نړیوال جام کې برخه لري. اسټرالیا پنځه ځلې، ویسټ انډیز او هند دوه-دوه ځلې او سريلانکا او پاکستان یو-یو ځلې نړیوال جام ګټلی دی.

جنوبي افریقا، نیوزلنډ، انګلنډ، بنګله دېش او افغانستان لا کوم جام نه دی ګټلی. د افغانستان اوله لوبه د شنبې په ورځ (جون۱) له اسټرالیا سره ده.