ولې افغانستان د کرکټ نړیوال جام کې لوبې وبایللې؟

افغانستان د۲۰۱۹ نړیوال جام کې خپلې درې پرلپسې لوبې وبایللې

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبغاړو د غوراوي د کمېټې مخکني مشر دولت احمدزي په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د ماتو پر علتونو خبرې وکړې.

ښاغلی احمدزی په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د دریو پرلپسې ماتو عمده دلایل پر لوبغاړو د نړیوال جام رواني فشار، د مخالفو لوبډلو تجربې او قوت، د افغان بیتسمینانو خرابه لوبه او د دوو-دریو ښو "ال رونډرانو" کموالی او نشتوالی بولي.

دولت احمدزي چې له دې وروسته به د افغانستان د کورني کرکټ د برخې مسولیت ولري، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې افغان لوبډله ډېر وخت ته ضرورت لري چې په داسې سترو نړیوالو جامونو د مینوالو د توقع سره سمه ولوبیږي.

هغه وویل "که هر څوک کپتان وای، لوبغاړو به همداسې لوبه کوله، که له نورو لوبډلو سره یې پرتله کړو، موږ ډېر فرق لرو او ډېرو وخت ته ضرورت لرو. زموږ په ټیم کې یو داسې الراونډر نشته چې د بال سرعت یې ۱۴۵ او د بېټېنګ اوسط یې ۴۵ وي. زموږ ټاپ (اولني‎) درې بیتسمینان ښه نه دي ځلیدلي. زموږ اوپنران ښه نه دي ځلیدلي تاسو یې د نورو ټیمونو سره پرتله کړئ؟ یو څه مزل او وخت ته ضرورت لرو، داسې نه شي کېدای چې ووایو موږ دې آسترالیا ته هم ماتې ورکړو."

ښاغلي احمدزي د افغانستان د ماتو یو بل علت د تیزو توپ اچوونکو کموالی وباله او هغه ادعاوې یې هم رد کړې چې ګنې د لوبغاړو ترمنځ اتفاق نشته.

نوموړي وویل "موږ د نړیوال جام سیالیو ته ښه چمتوالی ونه نیوه. موږ د چمتوالي په تیرو لوبو کې یوازې یو فسټ بالر لوبولی اوټول بوج مو په راشد خان باندې اچولی و چې اوس هلته میدانونه راشد خان ته ډېر مساعد نه دي. دا په دې مانا نه ده چې ټیم بې اتفاق دی او پلانی ښه نه لوبیږي، دا هېڅ بهانه نه ده، زموږ همدا لیول دی. خو د ټیم استعداد ته په کتو امید شته چې لوبه وګټلی شو."

ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکول

دولت احمدزي همدغه راز د افغانستان په ملي لوبډلې کې د ځینو مجربو لوبغاړو یادونه هم وکړه او وویل چې کرکټ د ټول عمر لوبه نه ده. هغه وویل چې ځینې لوبغاړي داسې شته چې ۱۸ کاله یې کرکټ کړی دی او اوس باید استعفی وکړي چې نویو ځوانانو ته چانس برابر شي.

هغه دا بهیر (معماري ثقافت) یاد کړ او ویې ویل " باید معماري ثقافت راشي، هغه داسې مهال نه راځي چې زاړه لوبغاړي دې لوبیږي او ځوانانو ته دې چانس ورنکړل شي، تاسو به د اوسنیو پریکړو نتیجه را روانو کلونو کې ووینی. زموږ یو نسل ۱۸ کاله کرکټ وکړ او باید بدل شي، کور یې ودان."

د نوموړي ټېنګار په دې و چې افغانستان باید د هر اوسني مجرب لوبغاړي بدیل ولري چې په را روانو پنځو کلونو کې په سترو نړیوالو سیالیو کې له غښتلیو لوبډلو سره د ډغر وهلو پوره جوګه شي.

هغه وویل چې افغانستان باید د کرکټ د ځینو نورو هېوادونو څخه عبرت واخلي چې ټوله تکیه یې د کرکټ پر یو نسل وه او نوې نسل یې ونه روزه چې کرکټ یې خراب او له نړیوالې صحنې ووتل. هغه د سریلنکا نوم واخیست چې اوس یې د پخوا پرتله کرکټ لوبډله کمزورې ښکاري.

د دولت احمدزي پوره خبرې دلته واورئ