امریکا ولې افغانستان کې خپل پوځي تجهیزات تخریبوي؟ 

امریکا د مۍ په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه وتل پیل کړل

د امریکا او ناټو عسکرو د روان کال د مۍ په لومړۍ نېټې له افغانستان څخه وتل پیل کړي او خپل ټول هغه پوځي تجهیزات او وسایل تخریبوي‌ چې دوی یې له ځان سره بېرته نه وړي.

د امریکايي ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویل شوي‌ دي‌ چې تر دې دمه یې په افغانستان کې ۱۳۰۰ بېلابېل پوځي تجهیزات او وسایل تخریب او وران کړي‌ دي او تر بشپړه وتلو پورې به دا ډول ډېر نور تجهیزات هم تخریب کړي.‌

امریکايي‌ عسکر دا مهال د بګرام په لویې پوځي اډې او نورو مرکزونو کې هغه وسایل او تجهیزات راټولوي‌ چې امریکا ته انتقالیږي.

تر دې دمه په سي-۱۷ الوتکو او د پاکستان او مرکزي اسیا له لارې په پوځي تجهیزاتو بار زرګونه کانتینرونه له افغانستان څخه ایستل شوي دي.

ولې د پوځي‌ تجهیزاتو تخریب؟

چارواکي دا معلومات نه ورکوي چې کوم پوځي‌ وسایل په افغانستان کې پرېږدي او کوم یې انتقالوي.

د اسوشیتډپرس خبري اژانس د امریکا او لویدیځ د ځینو مقاماتو په قول، چې نومونه یې نه دي‌ اخیستل شوي، لیکلي دي‌ چې حساس پوځي تجهیزات انتقالیږي او هغه پوځي موټرونه او وسایل چې وضعیت یې خراب، د انتقال او افغان ځواکونو ته د سپارلو نه دي، تخریبیږي.

چارواکي‌ وايي له کاره لویدلي پوځي تجهیزات ځکه تخریبوي‌ چې د اورپکو لاسونو ته ورنشي. مګر یو شمېر نور فعال تجهیزات لکه څرخي الوتکې، پوځي موټرونه، وسلې او مهمات او پوځي‌ مرکزونه به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپارل کیږي.

د افغانستان د امنیت د شورا مشاور حمدالله محب څه موده مخکې وویل چې بهرني ځواکونه به د یو میلیارد ډالرو په ارزښت وسایل او تجهیزات افغانستان ته سپاري.

د پرزو د کاروباریانو اندېښنه

افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د تجهیزاتو او وسایلو تخریب کومه نوې خبره نه ده، دا کار په ۲۰۱۴ کې، کله چې د امنیت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، هم شوی و.

هغه وخت د امریکا د ویرجینا په ایالت کې د پوځي دفاع د لوژیستک د یوې ایجنسۍ ویاند ویلي وو چې ۱۷۶ میلیون کیلو کرام پوځي وسایل تخریب شوي وو او کباړ یې په ۴۶.۵ میلیون ډالرو د پرزه جاتو په افغان کاروباریانو پلورل شوي‌ وو.

دا څه موده مخکې کله چې ولسمشر جوبایډن له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، د پرزو یو افغان کاروباري چې میر نومیږي، ۷۰ ټنه کباړ په ۴۰زره ډالرو واخیستل.

نوموړي اسوشیتډپرس ته ویلي که بهرني ځواکونه خپل له کاره لویدلي پوځي موټر هم په دوی وپلوري ډېره ګټه به وکړي.

د پرزو یو بل کاروباري چې سعادت نومیږي وايي چې په افغانستان کې د پرزه جاتو ګودامونه په دا ډول پوځي تخریب شویو وسایلو ډک دي.

دوی کباړ اخلي او د موټرو په مستریانو او د پرزو په کاروباریانو یې خرڅوي او همدا یې تجارت دی.