د بریتانوي سرتېرو ښځو د افغان کډوالو له خوا د تصویر اخیستو په اړه شکایت کړی 

له افغانستان څخه د انتقال په پروګرام کې لسګونه زره افغانان واېستل شول

د بریتانیا د یو شمېر سرتېرو مېرمنو په پوځي مرکزونو کې د مېشتو ځینو هغو افغان کډوالو څخه شکایت کړی دی، چې د هغوی د کوچنیانو او نورو ځایونو تصویرونه یې اخیستي دي.

بریتانوي رسنیو راپور ورکړی دي چې دا شکایت د ډسمبر په ۱۸ (لیندۍ۲۷) د انګلنډ د «لارکهیل» او «ویلټشر» په پوځي مرکزونو کې د یو شمېر سرتېرو کورنیو کړی دی. په بریتانیا کې د قانون په اساس، له اجازې پرته د حساسو سیمو، شخصي ملکیتونو او افرادو د تصویرونو اخیستل د قانون خلاف بلل کېږي. د سرتېرو دغو مېرمنو همدغه راز په پوځي مرکزونو کې د افغان کډوالو د مېشتولو په اړه هم اندېښنې ښودلې دي.

دوی ویلي دي چې ښايي افغان کډوالو د کوم بد هدف او بد نیت لپاره دا تصویرونه اخیستي نه وي، خو بیا هم دوی په دغو پوځي مرکزونو کې «خپل ځانونه خوندي نه ګڼي» او د تصویرونو د اخیستو سره یې د «امنیت او مصونیت مسئله تړلې» ده. دغو ښځو دا اندېښنه د خپلو ټولنیزو رسنیو په داخلي ګروپونو کې ښودلې ده.

د بریتانیا د «Dailymail» ورځپاڼې راپور ورکړی دی، چې د دغه هېواد د دفاع وزارت «سرتېرو او ملکي کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که په عمومي ټولنیزو رسنیو کې یې شکایت وکړ، په ضد به یې انضباطي اقدام» وشي.

د ویلټشر په سیمه کې چې، تازه افغان کډوال ورته انتقال شوي دي، د دوی یو ترجمان مالک افغان نن سه شنبه ډسمبر ۱۹ (لیندۍ۲۸) د امریکا غږ افغانستان څانګې سره په خبرو کې وویل، چې تر دغه شکایت وروسته افغان کډوالو ادعا کوله چې «په ناخبرۍ کې یې دا عکسونه اخیستي او بیا به دا کار» نه کوي.

هغه وویل: «افغان کډوال مو راوغوښتل چې په اینده کې دې پام کوي، د ماشومانو او ښځو په ګډون باید د هېچا عکس بې اجازې وانخلي.»

په رسنیو باندې هم یو ډول انتقاد وکړ، چې د دغه پوځي مرکز او له افغان کډوالو سره د بریتانویانو د ښه چال چلند په اړه راپورونه نه خپروي.

مالک افغان وايي: «رسنۍ باید دا خبر هم خپور کړي چې هلته یوې بریتانوۍ پیلوټې یوه کورنۍ مغازې ته بوتله او هغوی ته یې د ۳۰۰ پاونډه سودا واخیستله، میډیا باید دا خبر هم خپور کړي چې په همدې پوځي مرکز کې بریتانوۍ مېرمنې د افغان کډوالو کورنیو ته انګلیسي ورښيي. همدغه د افغان کډوالو بریتانوي ګاونډیان د دوی ماشومان ته جامې اخلي.»

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته لسګونه زره افغانان د تخلیې په پروګرام کې واېستل شول چې زرګونه یې بریتانیا ته انتقال کړل شوي. په دوی کې اکثریت هغه افغانان دي، چې د بریتانیا له ځواکونو او نورو ادارو سره یې همکاري کړې وه.

نژدې ۴۰ افغانې کورنۍ د «لارکهیل» د پوځي مرکز خالي کورونو ته انتقال شوي دي. دغه کډوالو ته په برېتانیا کې د اوسیدو حق د «اې ار اې پي» (د افغانانو بیامیشت کولو او همکارۍ تګلارې) له مخې ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم یو شمېر افغانان په پاکستان کې انتظار کوي چې د بریتانیا ویزې ترلاسه او د دغه پروګرام له لارې په هغه هېواد کې خپل نوی ژوند پیل کړي.