معترضې ښځې: بشري حقونو ادارې دې د مدني فعالانو خوشې کیدو کې مرسته وکړي

د ارغواني شنبې د ورځو خوځښت د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له ادارو غوښتي، چې په افغانستان کې دې د طالبانو له بند څخه د لسګونو مدني فعالانو د خوشې کیدو زمینه برابره کړي.

دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د مدني ټولنې او بشري حقونو د فعالانو په خپلسر نیولو ته دوام ورکړی او په دې وروستیو ورځو کې یې یو بل مدني فعال هم نیولی دی.

ددغه نوي نیول شوي مدني فعال ، چې نوم یې نه دې ښودل شوی خور یې په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې د یوې اونۍ راهیسې کورنۍ یې د خپل ورور سره اړیکې نلري او دوی د طالبانو په زندان کې هغه د برخلیک په اړه اندیښنه لري.

دغې نجلې په دغه ویډیوي پیغام کې ویلي، چې ورور یې پرته د کوم جرم څخه نیول شوی او طالبانو بندي کړی دی.

دغې نجلې ویلي دي: "له تاسو ټولو ګرانو هیوادوالو او د بشري حقونو د ادارو په ځانګړي ډول له یوناما، چې په افغانستان کې فعالیت لري غواړم زما د ورور او نورو مدني فعالانو په خلاصولو کې مرسته وکړي، ترڅو په زندانونو کې د بې ګناه کسانو د شګنجه کولو مخنیوی وشي".

عین حال کې د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان میرمنو خوځښت وايي، چې لا هم د پوهنتون د یو استاد رسول پارسي، مدني فعالان حمزه الفت ، شمس الرحمان رحیق او شاعر او لیکوال حسیب احراري د طالبانو په بند کې پراته دي.

همداشان دا خوځښت وايي، چې د قلم د لارې د ټولنې مشر او د نجونو د زده کړو ملاتړي مطیع الله ویسا او افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي لا هم د طالبانو په بند کې د ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.

دغه غورځنګ په اعلامیه کې ویلي: "د ارغواني شنبې د ورځو په خوځښت کې زمونږ غوښتنه په کابل کې د ملګروملتونو د یوناما د دفتر، د بشري حقونود ملاتړو ادارواو نړیوالې ټولنې څخه داده، چې د طالبانو پر وړاندې د عذر او زاریو سیاست ته په شا اړولو سره خپلو قانوني او اخلاقي وظایفو ته د افغانانو د حقونو او ازادیو څخه ملاتړ وکړي او په پریکنده اقداماتو د طالبانو د زندانونو څخه د مدني او بشري حقونو د فعالینو د خوشې کیدو زمینه برابره کړي".

همداشان د معترضو ښځو دغه خوځښت د افغانستان له خلکو هم غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې دې خپله چوپتا پای ته ورسوي او په سوله ییز ډول دې د مدني فعالانو د خوشې کیدلو لپاره پر طالبانو فشار واچوي.

د طالبانو حکومت تراوسه د مدني فعالانو د نیولو د دوام په اړه د ښځو ددغه خوځښت د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د طالبانو حکومت د هغو کسانو څخه، چې طالبان د هغوی فعالیتونه مشکوک ګڼي د امنیتي ځواکونو له خوا پلټنې د ددغو ځواکونو حق ګڼلی دی.

د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" په یو تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونو په دوام اندیښنه ښودلې او ویلي دي، چې واکمن چارواکي د مخالفو غږونو د غلي کولو لړۍ ته دوام ورکوي.

همداشان د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په یو راپور کې ویلي، چې طالبانو د پخواني رژیم د ملکي او نظامي پخوانیو لسګونو کارکوونکو په ګډون د مدني ټولنې یو شمیر فعالان نیولي دي.

دغه کمیسیون د نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د نیول شوو کسانو په خوشې کیدو کې دې مرسته وکړي.