په کندهار کې د ښځینه واکسیناتورانو د ګمارلو مثبت اغیز

آرشیف: په ننګرهار کې یو ښځینه روغتیايي کارکونکې یوې ماشومې ته د ګوزن څاڅکي ورکوي

روغتیايي چارواکي په کندهار او نورو جنوبي ولایتونو کې د پوليو د زیاتو پېښو تر څنګ د کمپاین پر وخت په کورونو کې د بیلابیلو لاملونو له کبله د ماشومانو نه واکسینیدل یوه لویه ستونزه ګڼي.

د دې ستونزې د حل لپاره د پوليو د تطبیق په ټیمونو کې د ښځینه کارکونکو د شمېر د زیاتولو پروګرام پېل شوی دی.

په جنوب کې د پوليو پر ضد د مبارزې د حوزوي مرکز رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ ته وویل، اوس مهال د مبلغینو په برخه کې د ښځینه کارکونکو شمېر ۳۶ فیصده زیات شوی او دوی به په راتلونکي کې هڅه وکړي چي دا شمیر نور هم لوړ شي.

ښاغلي پخلا وويل: "پریکړه داسې شوې چې موږ باید په هر ټیم کې یوه ښځینه کار کونکې ولرو. پيل يې موږ له کندهار ښار څخه کړی او اوس هم زموږ سره په پروګرام کې په لوړ شمېر ښځینه کار کونکې کار کوي".

چارواکي وایي، د کورنۍ مشران ډیری وختونه د کوره څخه بهر په کار بوخت وي نو بیا زمونږ ښځینه کارکونکې په آسانی سره د کور له ښځینه غړو سره خبرې کوي او ماشومانو ته یې واکسین رسوي.

د پوليو په پروګرام کې شاملې شوې ښځینه کارکونکې وایي، چې هر کور ته په آسانی تللی شي او د کورنۍ ښځینه غړو ته د پوليو د ناروغۍ د خطرونو او د واکسین د ګټو په هکله لازم معلومات ورکوي.

واکسیناتورې شهلا د خپل کار په اړه امریکا غږ آشنا ته وويل: "زموږ میاشتنی کار پر څلورو اونیو وېشل شوی، مونږ د واکسین د پیغامونو د رسولو لپاره کورونو ته ځو او هلته بیا دا احساسوو چې د خلکو عامه پوهاوی تر ډیره کچه لوړ شوی او مونږ سره هم شه چلند کوي" .

کندهار ښار کې د واکسین لپاره ۱۰۴ کلسټره ټاکل شوي چې په همدې شمېر کې د واکسین ټيمونه خپل هدف وړ ماشومانو ته په هر کمپاین کې واکسین تطبیقوي.

د پوليو د پروګرام غړې حسینه وايي چې کورنۍ له ښځینه روغتیايي ټيمونو سره مخالفت نلري او د پوليو تر څنګ په نورو روغتیايي برخو کې هم ورڅخه مرستې غوښتل کیږي.

اغلې حسینه وایي: "زه خپله مبلغه یم، او دا په ډاګه ویلې شم چې د ښځینه واکسیناتورانو شتون ډير ګټور ثابت شوی، ځکه هغوی په آسانی کورونو ته دننه ځي او د ماشومانو د شمېر پوښتنه کوي، چې دا کار بیا د نارینه کارکوونکو لپاره ستونزمن دی".

روغتیايي مسئولین وايې چې د ځینو نورو ستونزو تر څنګ په روان میلادي کال کې د کرونا وبا له کبله د پوليو ضد واکسین کمپاینونه د شپږو میاشتو لپاره دریدلي وو، خو دا کمپاینونه د سپتمبر په ۱۴ (وږي ۲۴) بیا پيل شول.

سږکال په ټول افغانستان کې د پوليو ۵۲ پېښې ثبت شوي چې ۳۴ يې په جنوبي ولایتونو کې دي.