سولې بهیر کې د ښځو پر فعاله ګډون د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ټینګار

یوناما زیاتوي چې روان تاوتریخوالي پر افغان مېرمنو او ماشومانو تر ټولو زیات منفي اغېز کړی دی.

د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډلې د سولې بهیر کې د افغان مېرمنو پر معنا داره ګډون د ملاتړ ترڅنګ د هغوی د لاسته راوړنو پر خوندیتوب هم ټينګار کړی دی.

یوناما نن شنبه اکتوبر۳۱(لړم۱۰) په دې مناسبت اعلامیې کې ویلي چې افغان مېرمنو د ټولنې په یووالي،د شخړو مخنیوي او سولې رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی.

د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ پخپلې اعلامیې کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره د سولې خبرو کې د مېرمنو پر ګډون ټينګار کړی دی.

د یوناما په اعلامیه کې راغلي:"د افغان ښځو د ملګرو سفیرانو ډله د سولې بهیر په هره برخه کې د افغان ښځو د مانا لرونکي او فعال ګډون د ترلاسه کولو او همدارنګه د سولې په بهیر کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په ډاډمنیدو کې د هغوی د ښکیلتیا ملاتړ کوي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې د سولې خبرو کې باید د افغان مېرمنو اقتصادي، ټولنیزې او سیاسي لاسته راوړنې باید وساتل شي.

یوناما زیاته کړې: "ښځو د سولې د بهیر ټولو اړخونو ته له خبرو اترو نیولې د سولې ترعملي کیدو پورې ځانکړی او مهم لید لوری ورکړی دی چې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو مسلو بشپړ استازیتوب کوي او د ټولو افغانانو لپاره مهم دي."

اوس مهال له طالبانو سره د افغانستان د جمهوري ریاست مذاکراټي ډله کې څلور تنې ښځې هم شاملې دي.

پر همدې مهال د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي چې افغان میرنو په ټولو برخو کې اغزمن رول تر سره کړی چې په وینا یې افغان حکومت بیا هم د دوی د رول څخه پر خپل ملاتړ ټينګار کوي.