په کابل کې ښځو د خپلو حقونو او مرستو غوښتنې لپاره مظاهره وکړه 

په کابل کې تر دې مخکې هم ښځو مظاهرې کړې وې چې طالبانو ورسره تشدد کړی و

په کابل کې لسګونو ښځو مظاهره کړې او د نجونو او ښځو ته د تعلیم،‌ کار او په سیاست کې د ونډې ورکولو غوښتنه یې وکړه.

سره لدې چې طالبانو په افغانستان کې په عمومي مظاهرو بندیز لګولی دی، خو د پنجشنبې د ورځې ډسمبر ۱۶ (لیندۍ۲۵) د ښځو دغې مظاهرې ته یې اجازه ورکړې وه.

مظاهره کوونکو د «ډوډۍ، دندې او ازادۍ» شعارونه ورکول او همدغه راز ځینو یې په سیاست کې د ښځو ونډه غوښتله.

ځینو نورو مظاهره چیانو بیا د افغانستان د کنګل شویو شتمنېو د خلاصولول په اړه د طالبانو غوښتنه غبرګوله چې نړیوالې ټولنې دا او نورې مرستې په

افغانستان بندې کړي دي.

سره له دې چې طالبانو دغو ښځو ته د نننۍ مظاهرې اجازه ورکړې وه خو دې میرمنو دا خبره هم کوله چې د واکمن نظام څخه ویریږي. د مظاهرې یوې ګډونوالې شاهره کوهستانۍ وویل: «ډار هر وخت شته خو موږ په ډار کې ژوند نشول کولای-- موږ باید د خپل ډار په ضد مبارزه وکړو».

طالبانو د دغې مظاهرې مخنیوی ونکړ او له کومې ستونزې پرته پای ته ورسېده.

تر دې مخکې وسله والو طالبانو په مظاهرو کې ښځې وهلې او ډبولې وې. بیا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د طالبانو له اجازې پرته څوک مظاهره نشي کولای.

طالبان د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته ننوتل او بیا یې د نجونو لېسې وتړلې او ښځو ته یې اعلان وکړ چې تر امرثانې پورې دې خپلو دفترونو او کارونو ته دې نه ورځي. البته د روغتیا د برخې ښځینه کارکوونکو ته د کار اجازه شته.

امریکا د طالبانو له راتګ ورسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني کنګل کړه او تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوال د ځينو نورو شرطونو تر څنګ له طالبانو څخه د همه شمول حکومت جوړېدل او نجونو او د ښځو حقونو ته درناوی غواړي.