کرونا؛ د نړۍ مشرانو د برتانیا د صدراعظم د رغېدو هیله کړې

د برتانیا صدراعظم په کرونا اخته شوی او دا مهال په عاجلې څانګې کې بستر دی

د امریکا، افغانستان، هند او فرانسې مشرانو او ځینو نورو سیاستوالو په کرونا ویروس د برتانیا د اخته صدراعظم بوریس جانسن د ژر ښه کېدو هیله کړې ده.

ښاغلی جانس شاوخوا دوې اونۍ په کور کې قرنطین و چې تېره ورځ اپریل شپږمه (وري۱۸) په بېړنۍ څانګې کې بستر شو.

ولسمشر غني د سه شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې لیکلي دي: "صدراعظم بوریس جانسن ته عاجله شفا غواړم. هغه ته دوعاوې کوو اوهیله لرو چې ژر یې روغ رمټ ووینو. موږ ټول د خپلو خلکو او صحي کارکوونکو سره په ګډه دغه ګډ ګواښ ته ماتې ورکولی شي."

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ هم د ښاغلي جانسن د روغتیا لپاره دوعا کړې او ویلي دي چې د هغه له ډاکټرانو سره په تماس کې دی.

ښاغلي ټرمپ د امریکا له دوو طبي پرمختللیو شرکتونو څخه غوښتې چې د لندن له چارواکو سره په تماس کې شي او د ځینو روغتیايي مرسته کوونکو درملو په اړه ورسره خپل معلومات او تجربې شریک کاندي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي هم په خپل ټویټر کې هیله څرګنده کړې ده چې ښاغلی جانسن ژر تر ژره ورغیږي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون هم د برتانیا د صدراعظم د ژر تر ژره ښه کېدو هیله کړې. هغه د ښاغلي جانسن د کورنۍ، برتیانیا د حکومت او خلکو سره خپل بشپړ حمایت اعلان کړی دی.

د برتانیا پخواني صدراعظم دیویدکامرون هم ویلي دي ‌چې د ښاغلي جانسن په اړه فکر کوي. د برتانیا د مخالف ګوند مشر کیر استارمر په خپل ټویټر کې لیکلي‌دي‌ بېړنۍ څانګې ته د ښاغلي جانسن په انتقال خواشینی دی.

د برتانیا د حکومت ویاند ویلي‌ دي چې د صدراعظم حالت د دوشنبې په غرمه نور هم خراب شو او ډاکټرانو سپارښتنه کړې ده چې هغه دې په بېړنۍ څانګه کې دې تر مراقبت لاندې وساتل شي.