د نړۍ تر ټولو 'زوړ انسان' د ۱۱۸ کالو په عمر مړه شوه

د نړۍ تر ټولو ډیر عمره انسان فرانسوۍ لوسیل راندون د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومي ۲۷) د ۱۱۸ کالو په عمر مړه شوه.

راندون چې د " اندریه خور" په نامه مشهوره وه د ۱۹۰۴ میلادي کال د فبروري میاشتې په ۱۱ نیټه یعنې د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه یوه لسیزه مخکې د فرانسې په سهیل کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.

د میرمن راندون ویاند ډیویډ تاولا وویل د نړۍ دغه ډیره عمره میرمن د تولون په سیمه کې د ډیره عمره کسانو په یو کور کې په داسې حال کې چې ویده وه، ساه ورکړه.

تاولا ددغې ۱۱۸ کلنې میرمنې مړینه لوی غم وباله خو ویې ویل چې هغې غوښتل "له خپل ګران ورور سره ځای شي. مرګ ورته یوه آزادي ده."

میرمن راندون د ډیر وخت راهیسې د ډیر عمره اروپایۍ په توګه پيژندل کیده. له دې مخکې د کني تناکا په نامه یوه ډیره عمره جاپانۍ میرمن د نړۍ د ډیره عمره انسان په توګه پيژندل شوې وه چې د ۱۱۹ کالو په عمر مړه شوه.

په جاپان کې سیمه ایزو چارواکو ویلي وو چې میرمن تناکا د ۱۹۰۳ میلادي‌ کال د جنوري‌ په دویمه نیته د هغه هیواد د فوکوکای په سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې او د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۱۹ نیټه یې ژوند له لاسه ورکړ.

میرمن راندون د فرانسې په سهیل کې د مسحیت د پروتستانت فرقې د یوې کورنۍ یوازینۍ لور وه چې درې وروڼه یې درلودل.

هغې د خپلې زوکړې د ۱۱۶ کلنۍ کلیزې په مناسبت په یوې مرکه کې د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي وو چې:" یوه غوره خاطره یې د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د دوو وروڼو بیرته راتګ وو."

هغې په دې مرکه کې زیاته کړې وه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه یې د دوو وروڼو راتګ یو نادر کار وو ځکه داسې کار ډیر کم کیده چې خلک ژوندي ستانه شي.

میرمن راندون یو وخت په پاریس کې د کورنۍ ښوونکې په توګه دنده ترسره کوله. هغې خپله کاري دوره د ژوند تر ټولو غوره دوره ګڼله ځکه د یوې شتمنې کورنۍ اولادونو ته یې تدریس کاوه.

هغې وروسته په یو روغتون کې کار پیل کړ او ۳۱ کاله یې وظیفه اجراه کړه. راندون په ۲۰۲۲ میلادي کال کې خبریالانو ته وویل چې کار او د نورو پالنه د هغې د بقا لامل شوې ده.

د نړۍ دغې ډیر عمره میرمنې که څه هم د خپلو سترګو دید له لاسه ورکړی وو خو تر دې مخکې یې له اکثره ډیر عمرو سره چې تر دې ځوان وو، مرسته کوله.

میرمن راندون په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د ډیر عمره کسانو په کور کې د ۸۱ نورو کسانو سره په کویډ نولس اخته شوه خو له دې ناروغي ژوندۍ ووتله او د سه شنبې په ورخ په هماغه کور کې د خوب پرمهال د تل لپاره له دې نړۍ څخه ولاړه.