پخوانی خبریال یما سیاوش د ماین په چاودنې کې ووژل شو

پخوانی خبریال یما سیاوش

د طلوع تلویزیون د سیاسي خپرونو پخوانی خبریال یما سیاوش د چسپکې ماین په چاودنې کې ووژل شو.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن شنبه نومبر اوومه(لړم۱۷) ویلي چې دغه چاودنه نن سهار څه باندې ۷ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په څلورم مکروریانو کې شوې .

د ښاغلي فرامرز په وینا چسپکي ماین د یما سیاوش په موټر پورې نښلول شوی. په چاودنې کې دوه تنه نور هم وژل شوي چې یو یې د ښاغلي سیاوش همکار او بل یې د موټر چلوونکي و.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې یما سیاوش دا مهال په افغانستان بانک کې دنده ذرلوده.

یما سیاوش په ولسي جرګه کې د کابل خلکو د پخواني استازي بکتاش سیاوش ورور و. بتکاش سیاوش ولسي جرګې ته تر کامیابیدو وړاندې د طلوع په تلویزیون کې کار کاوه.

بکتاش سیاوش هم په نننۍ ماین چاودنه کې د خپل ورور مړینه تائید کړې ده.

پر یما سیاوش نننۍ چاودنه په پراخه کچه غندل شوې او امنیتي مسؤلینو څخه یې د عاملینو د پیدا کولو غوښتنه کړې ده.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې په ښاغلي سیاوش د برید د کولو ادعا نده کړې او حکومت یې هم ملامتي په کومې ډلې نده اچولې.

پر افغان خبریال یما سیاوش دغه ماین چاودنه پر داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د کابل ښار امنیتي چارې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په غاړه اخیستي دي.

پر همدې مهال ښاغلي صالح نن شنبه د کابل د امنیتي چارو تنظیم په اړه خپل ورځني راپور کې ویلي چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل ښار کې اووه جنايي او دوې تروریستي پېښې رامنځته شوي دي.

هغه ویلي چې په تروریستي پېښو کې د ملي اردو د عیقدتي برخې یو افسر او یو د ملي امنیت کار کوونکی وژل شوي دي.

ښاغلي صالح همدارنګه ویلي چې د میدان وردګ ولایت د ښاروالې ظریفه غفاري د پلار ډګروال غفار د قاتلینو د نیولو هڅې هم رورانې دي.