د یمن حوثیان وایي ۱۷ جنګیالي یې د امریکا په هوایي بریدونو کې وژل شوي

د فبرورۍ په لسمه په پلازمینه صنعا کې د ډله ییزې جنازې مراسم

د ایران له ملاتړ څخه برخمن د یمن حوثي یاغیانو د فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۱) په پلازمینه صنعا کې د ډله ییزې جنازې له مراسمو وروسته د خپلې رسمي رسنۍ له لارې وویل چې د متحده ایالاتو په بریدونو کې ټولټال ۱۷ حوثي جنګیالي وژل شوي دي.

د حوثیانو رسمي رسنۍ د خپلو وژل شویو کسانو د نومونو په خپرولو سره ویلي: "دا د هېواد د یو شمېر هغو شهیدانو او وسله والو امنیتي ځواکونو جسدونه چې د امریکايي - بریتانوي بمباریو په پایله کې شهیدان شوي وو او نن په صنعا کې د جنازې په شانداره مراسمو کې خاورو ته وسپارل شول."

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې پوځ یې د حوٍثي یاغیانو د میزایلو د توغولو پر دستګاو باندې یو شمیر بریدونه ترسره کړي دي چې په سور سمندر کې د سوداګریزو کښتیو او د متحده ایالاتو جنګي کښتیو باندې د بریدونو لپاره تیار شوي وو.

د ایران له ملاتړ څخه برخمن حوثي یاغیان د پلازمینې صنعا او حدیده بندر په ګډون د جکړه ځپلي یمن ډیرې سیمې کنټرولوي.

حوثي یاغیانو په غزه کې د اسرائیل او حماس د جګړې د پیل راهیسې په سور سمندرګي کې د عدن په خلیج او باب المندب په تنګې کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د نړیوالو تجارتي کښتیو تګ راتګ کډوډ کړی دی.

دغو یاغیانو ګواښ کړی تر هغه چې د حماس پر ضد د اسرائیل عملیات نه وي دریدلي د کښتیو پر ضد به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

په تیرو دوو اونیو کې، متحده ایالاتو د بریتانیا سره یوځای د حوثي یاغیانو پر مرکزونو څو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې د دې ډلې هوایي ډګرونه او د توغندیو د توغولو ځایونه یې په نښه کړي دي.

د یمن د حوثي یاغیانو بریدونو یوه ترانزیتي لاره له ګواښ سره مخ کړې چې له دې لارې د نړۍ تر ۱۲ سلنې تجارت ترسره کیږي، او متحده ایالات یې دې ته هڅولي چې په سور سمندرګي کې د بېړیو د ساتنې لپاره یو ګڼ ملتیز سمندري ځواک جوړ کړي.

د فبرورۍ په دریمه، متحده ایالاتو او بریتانیا په سور سمندر کې په سوداګریزو کښتیو باندې د حوثي یاغیانو د پرله پسې بریدونو په ځواب کې د دې ډلې لسګونه ځایونه په نښه کړل.

ددې رپوټ ځنې برخې د فرانس پرس اژانس د خبر څخه اخیستل شوي.