د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي د سولې اړوند کابل ته خپل دوهم سفر بریالی او له لاسته راوړنو ډک بللی.
ښاغلي خلیلزاد له افغانستان څخه واشنګټن ته د بېرته ستنېدو پرمهال پر خپل ټوېټر لیکلي چې وروستی او مخکنی سفر یې د افغان حکومت او خلکو سره په نژدې همکارۍ سره له لاسته راوړنو ډک تر سره شوو:
On my way back to Washington after another productive trip, including my first and last stop in Kabul to remain in close coordination with the government and people of Afghanistan. Read the Embassy’s press release here: https://t.co/NdUrbnDoxf
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) November 19, 2018
پر همدې مهال په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي خلیلزاد د نومبر میاشتې ۱۷ او ۱۹مه له افغان ولسمشر او نورو چارواکو سره د خپل سفر معلومات شریک کړل.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ښاغلي خلیلزاد د خپل سفر په ترڅ کې د مدني ټولنو له استازو، په سوله کې د فعالو کسانو، د رسنیو له غړو او نورو حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره هم کتلي.
بیان وايي، ښاغلي خلیلزاد د خپلو لیدنو په ترڅ کې ټینګار کړی چې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه باید د ټولو افغانانو نظرونه په پام کې ونیول شي: "سوله د هر افغان هيله ده، متحده ايالات غواړي د افغانانو سره دغې موخې ته د رسېدو په چاره کې مرسته وکړي چې خورا ارزښتمنه ګڼل کېږي، په افغانستان کې د جګړې څلوېښت کاله کېږي، افغانان د سولې وړ دي، موږ غواړو دغې موخې ته د رسېدو په برخه کې د افغانانو همکاران واوسو."
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد د نومبر پر ۸تمه افغانستان او د سیمې هېوادونو ته خپل دوهم سفر پیل کړ.
ښاغلي خلیلزاد په دغه سفر کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره هم وکتل.
نوموړي د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هیله لري له طالبانو سره د سولې تړون د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې وشي.