د زیکا ویروس څه شئ دی او ولی باید ترې اندیښمن اوسو؟

د ٢٠١٥ کال د اکتبر د میاشتې له وروستیو څخه تر اوسه په برازیل کې د مایکروسفالي ۴۱۸۰ مشکوکې پیښې او ۲۷۰ تائید شوې پیښې تثبیت شوې دي.

په نړۍ کې د زیکا ویروس له زیاتیدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان غواړي د دوشنبې په ورځ د طب د خپلواکو متخصصانو په یوه بېړنۍ غونډه کې تصمیم ونیسي چې آیا ددې ویروس خپریدل "بېړنی نړیوال روغتیایي" حالت اعلان کړي او که نه.

د زیکا ویروس اوس د مرکزي او لاتینې امریکا په لږ تر لږه ٢٠ هیوادونو کې خپور شوی دی او د روغتیا د نړیوال سازمان متخصصین خبرداری ورکوي چې ددې ویروس د اوسني وضیعت په دوام سره کیدای شي د امریکا په وچه کې د هغې د پیښو شمیر تر یو راتلونکي کال پورې څلور میلیون پیښو ته ورسیږي.

که څه هم چې په اوسني حالت کې دا ویروس افغانستان ته کوم گواښ نه پیښوي خو په اوږدمهال کې که مخه یې ونه نیول شي کیدای نه یواځې افغانستان بلکې د نړۍ زیات شمیر هیوداونو ته یو گواښ رامنځ ته کړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان رئیسه مارگریت چان وویل چې دا سازمان په څلورو دلیلونو د زیکا ویروس له پراخیدو څخه "ژوره اندیښنه" لري : د ماشومانو د زیږد د نقصان سره احتمالي اړیکه، د ویروس زیات پراخیدل، د زیکا له ویروس نه د خلکو نه معافیت او ددې ویروس د واکسین، درملو او تشخیصي آزموینو نه شتون.

د زیکا د ویروس په پراخیدو سره په هغو ساحو کې چې دغه ویروس په کې خپور شوی مایکروسفالي پیښې چې یو نادره ولادي نقصان دی هم زیات شوی دی. مایکروسفالي هغه حالت ته ویل کیږي چې د مور په بطن کې د جنین جمجمه وده ونه کړي او ماشوم د کوچني سر په لرلو سره وزیږیږي.

په مایکروسفالي یو اخته ماشوم چې سر یې کوچنی دی.

میرمن چان ویلي دي چې د زیکا ویروس سره د مایکروسفالي ناروغۍ اړیکه تر اوسه تائید او پیژندل شوې نه ده او دغه اړیکه په اوس کې د اټکل او گمان په کچه ده. که څه هم چې د هغو میندو په رحم کې د موجودې مایع په لابراتواري ازموینو کې چې په مایکروسفالي باندې اخته ماشومان یې زیږولي دي او هم په دې ویروس باندې د اخته ماشومانو د بدن څخه په اخیستل شوېو نمونو کې د زیکا ویروس تثبیت شوی.

په مایکروسفالي ولادي نقصان باندې اخته ماشومان چې کوچنی دماغ لري، په مختلفو درجو مغزي زیانونه هم لري. د دماغ ورو وده، فزیکي او رواني معلولیتونه، تحرکي ستونزې، د خبرو ستونزه او په سختو حالاتو کې مړینه ددغې نقصان نور عوارض دي.

د زیکا ویروس په عمومي توگه د "مصري ایدیس" په نامه د مشهور شوي ماشي په چیچلو د انسان بدن ته انتقالیږي. خو لږ تر لږه د جنسي مقاربت له لارې ددې ویروس د انتقال یوه پیښه هم راپور شوې ده. پوهان همداشان ددې ویروس لیږد د بدن د غړو د پیوندولو او د یو بدن څخه بل ته د وینې د انتقال په صورت کې نه ردوي.

د ٢٠١٥ کال د اکتبر د میاشتې له وروستیو څخه تر اوسه په برازیل کې د مایکروسفالي ۴۱۸۰ مشکوکې پیښې او ۲۷۰ تائید شوې پیښې تثبیت شوې دي. په کولمبیا کې د زیکا نژدې ۱۶۵۰۰ پیښې او د ١٢ مشکوکو مایکروسفالي واقعاتو سره ثبت شوې دي. په السلوادور کې ۲۵۰۰ پیښې او د مرکزي او لاتینې امریکا په نورو هیوادونو کې هم د زیکا په ویروس اخته پیښې پیژندل شوي دي.