له هغې وروسته چې نا معلومه وسله والو د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د انعکاس تلویزیون درې همکارانې ووژلې، د دغه تلویزیون ځینو نورو کارکوونکو استعفاوې ورکړې.
د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې وسله والو دوو جلا پېښو کی د انعکاس په نامه خصوصي ټلویزیون درې کارکوونکې په ډزو وژلي او یوه بله عمر خوړلې مېرمن یې ټپي کړې ده.
د ننګرهار چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې یې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه ګړندۍ کړې او په تېر یو کال کې یې د نشه يي توکو د چاقاق په تور له ۴۰۰ ډېر کسان نیولي دي.
د ننګرهار د کرنې مسئولين وايي په هغو سيمو کې چې د کوکنارو کښت کم شوی، په للمي ځمکو کې يې د غنمو د کښت لپاره د زمينې برابرولو لپاره هڅې پیل کړې دي.
که څه هم د ننګرهار چارواکو ويلي چې د کوکنارو ترڅنګ به د نورو نشه يي توکو کښتونو ته هم اجازه ورنه کړي، خو د دې ولایت په ځينو ولسواليو کې کروندګرو د بنګو حاصلات راټول کړي او اوس د چرسو په توليد لګیا دي.
په ننګرهار کې د کانال شرکت اړوند یوې لمریزې بریښنا پروژې په بشپړېدلو سره به په دغه ولایت کې څلور زره هکتاره للمي ځمکه خړوبه شي.
په کونړ کې د لمریزې برېښنا په وسیله د ۴۰۰۰ جریبه ځمکو د اوبه کولو لپاره د یوې پروژې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په ننګرهار کې د ملي امنيت منسوبينو د نشه يي توکو د قاچاق په تور یو کس نیولی چې له ځان سره ۳۰۰ کيلوګرامه نشه يي توکي لېږدول.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې وسله والو د یو پولیس په ګډون څلور کسان په ډزو وژلي دي.
د پولیو واکسین د عامه پوهاوي لپاره تر ټولو غوره لاره راډیو ده، چې دغه ډول پېغامونه په آسانۍ او ډېرو خلکو ته په یو وار رسولی شي.
امنیتي چارواکي وايي، نن شنبه فبروري ۱۳ (سلواغې ۲۵) د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه مرکز د موټر بم ځانمرګي له کبله ۷ تنه پولیس ټپیان شوي دي.
په ننګرهار کې د کرنیزو توکو دوه ورځنی نندارتون جوړ شوی وو چې د دې ولایت د بېلا بېلو سیمو کرنیز حاصلات په کې نندارې ته ایښودل شوي وو.
امریکا غږ په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه یو ورځنی کنفرانس جوړ کړی وو، چې لسګونو کروندګرو او چارواکو په کې ګډون کړی وو.
په ننګرهار کې د باغدارۍ د یو څېړنیز فارم له جوړېدو وروسته په دغه ولایت کې د نویو باغونو کچه لوړه شوې ده.
په ننګرهار کې هغه کروندګرو ته چې د کرلو ځمکې یې کمې او د کوکنارو له کښت څخه یې مخ اړولی، د کرنې ریاست په مرسته شنې خونې جوړیږي.
چارواکي وایي، موټر بم چاودنه نن یکشنه فبرورۍ اوومه (سلواغې ۱۹) سهار پنځه نیمې بجې د خوګیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د پولیسو پر یوه پوسته شوې.
د کونړ روغتیايي چارواکي وايي چې د دې ولایت په لویو لارو او عامه ځایونو کې د واکسین ټیمونه ګمارل شوي چې هره میاشت تر ۱۰ زره ډېرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین رسوي.
معلم بشیر احمد د ننګرهار سره رود ولسوالۍ اوسېدونکی دی چې دوه کاله مخکې یې اته میاشتنی زوی په ګوزڼ ناروغۍ اخته شو.
چارواکي وايي چې د «MB» نظامي موټر نه په استفادې ځانمرګی موټر بم نن سهار پنځه بجې د شېرزادو ولسوالۍ په ګندمک.
په کونړ کې د مالټو باغونه ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، کروندګر وايي چې د نویو باغونو جوړېدو یې اقتصادي ستونزې حل کړي او ډېر کروندګر یې د کوکنارو له کرلو راګرځولي دي.
نور پورته کول