یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته وویل چې د لشکر اسلام په نوم ډلې مشر منګل باغ د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د خوراک نړیوال سازمان په کومک په کونړ کې کروندګرو ته د کرنیزو وسایلو د ویش لړۍ پیل شوې.
ننګرهار کې ځينې کروندګر وايي، له هغې راهېسې چې د کوکنارو کښت پرې بند شوی، د نيالګيو کښت ته يې مخه کړې ده.
په نورستان ولایت کې د زراعت وزارت په لګښت د سبزیجاتو د ساتلو ۱۴ سړې خونې جوړې او بزګرانو ته وسپارل شوې ترڅو د حاصلاتو په ذخیره کولو کې ترې کار واخلي.
د ننګرهار د کرنې رياست په مرسته د دغه ولايت په مختلفو ولسوالیو کې د ستروسو جوړ شويو باغونو څخه سږ کال ۱۱ زره ټنه حاصلات راټول شوي چې له امله یې کروندګرو ته شاوخوا ۴۳۰ ميليونه افغانۍ عوايد په لاس ورغلي دي.
د ننګرهار د کرنې اداره وايي په دغه ولايت کې يې د تریاکو د مخنيوي لپاره د بديلو کښتونو ځانګړي پروګرامونه پيل کړي دي.
په ننګرهار کې یو شمېر کروندګر چې پخوا یې تریاک کرل اوس د کچالو کرلو ته مخه کړې ده، دغه کروندګر وايي له یوې خوا د کچالو کښت اسانه دی، او بل خوا یې ګټه هم زیاته ده.
د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د مالټو د یو باغ خاوند وايي چې سږ کال یې مالټو د کوکنارو څو چنده حاصل کړی او حکومت باید د باغونو ترویج ته پام زیات کړي.
په ننګرهار کې چارواکو د تېرو شاوخوا دوو کلونو پر مهال نیول شوي څه د پاسه ۲۴ زره کیلو ګرامه نشه يي توکي چې هیرویین، چرس او نور مواد په کې شامل ول وسوځول.
چارواکي وايي، دغه دواړه بریدګر د چاودېدونکو توکو ډکو واسکټونو سره یو ځای نیول شوي چې یو یې د داعش او بل د طالبانو په ډلې پورې تړلی دی.
د ننګرهار ولاېت د بهسودو په ولسوالۍ کې د واکسین عامه پوهاوي مشره فرخنده نوري، له خپلو نورو ښځینه ملګرو سره کور په کور ګرځي ترڅو مېشتو کورنېو ته د پولېو په هکله پیغامونه ورسوي.
د ننګرهار په هغو ولسواليو کې چې پياز ډېر کرل کېږي، د کروندګرو لپاره د پيازو د ساتلو لپاره ۳۶۶ سړې خونې جوړېږي.
په ننګرهار کې د کرنې رياست هغو کروندګرو ته د سترسو باغونه جوړ کړي چې پر خپلو ځمکو يې د کوکنارو کښت بند کړی دی.
د لغمان د معتادینو درملنې په شل بستریز روغتون کې هره یوه نیمه میاشت په نشه يي توکو د اخته یوازې شلو کسانو درملنه کېږي، چې د دې ولایت لپاره بسنه نه کوي.
په لغمان کې د معتادینو د شل بستریز روغتون ډاکټران وايي په تېرو څو کلونو کې یې په نشه يي توکو د اخته ښځو په کورونو کې درمنله کړې او یو شمېر یې بیا د درملنې لپاره کابل ته لېږلي.
په ننګرهار کې ډېری کروندګر چې پخوا یې تریاک کرل، اوس یې د نورو کښتونو په کرلو پېل کړی، خو وايي چې باید حاصلاتو ته یې بازار پیدا شي.
په ننګرهار کې هغه کروندګر چې د ځمکني توتو کښت ته یې مخه کړې وايي چې حکومت باید د دغې مېوې په بسته بندۍ او بازار موندنه کې مرسته ورسره وکړي.
په جلال اباد کې د سبزیجاتو د تخمونو پلوورنکي وايي دا چې ډېری کروندګرو په ننګرهار او شاوخوا ولایتونو کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو پر ځای د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړې ده، نو د دوی بازار هم ورسره ښه شوی دی.
د راکټ دغه مرمۍ تېر ماخستن د مرورې ولسوالۍ ترخو اوبو سیمه کې پر یو کور لګېدلې ده.
د لغمان سیمه ییز چارواکي وايي، د چسپکي ماین چاودنې په دغه ولایت کې درې کسان وژلي او څوارلس یې ټپیان کړي دي.
نور پورته کول