د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، چې د ټاکنو په نوي قانون کې د ولایتونو د ټاکنیزو حوزو د یو کرسۍ کیدو په اړه پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورکړل شوې ده.
وسله والو طالبانو ادعاء کړې ده، چې د پکتیکا د اومنې ولسوالۍ یې نن سهار له افغان ځواکونوڅخه نیولې، خو د پکتیکا ولایتي چارواکي وایي ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.
ولسمشر غني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ازبکستان د ولسمشر اسلام کریموف د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان د سمرقند ښار ته لاړ.
د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، هیواد یې له داسې دښمن سره مخ دی، چې په سوله او د قضیې حل لپاره په خبرو باور نه لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستوري ماڼۍ د بیارغونې وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ولسمشر غني او د هند د صدراعظم نریندرا مودي له خوا په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وايي، بغلان کې افغان پوځيان له ښوونځيو نه د نظامي اډو په څېر کار اخلي، خو د دفاع وزارت یوازې له تړلو ښوونځيو څخه موقتي ګټه اخیستنه مني.
په افغانستان کې چارواکي وایي شاوخوا درې میلیونه افغانان نشه يي توکي استعمالوي.
افغان چارواکي وايي د کابل پر څلورو دروازو به د تلاشۍ ماشینونه نصب کړي چې ښار ته د چاودیدونکو توکو د قاچاق مخه ونیول شي.
چین له افغانستان سره د ترانسپورتي طیارو، وسلو، تجهیزاتو، مهماتو، لوژستيکي او نورو وسایلو مرسته وکړه.
د سوریې مخالفانو له ولسمشر غني نه غوښتي چې د هغو افغانانو مخه دې ونیسي، چې ایران یې سوریې ته د جنګ لپاره استوي.
د برتانیا د نړیوالې پرمختیا وزیر اعلان وکړ چې تر ۲۰۲۱ کال پورې به ۷۰ میلیونه پونډه له افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره مرسته کوي.
ارګ د دفاع وزارت لپاره جنرال عبدالله حبیبي او د ملي امنیت ریاست لپاره معصوم ستانکزی، پارلمان ته وپېژندل چې د باور رایه ورکړي.
د افغانستان د علماوو شورا په طالبانو او په جګړه کې په نورو ښکېلو خواوو غږ وکړ، چې د روژې د میاشتې په خاطر دې اوربند اعلان کړي.
ولسمشر غني او د هند صدراعظم نن په هرات کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې د سلما بند چې جوړولو کار یې ۴۰ کاله وړاندې پیل شوی وو کې پرانیسته.
په داسې حال کې چې ولسمشر غني د بغلان - کندز په لاره د مسافرو وژل قطاع الطریقي بللې، خو بل لورته لا هم اته مسافر له طالبانو سره په بند کې دي.
د اماني دورې د یوه مشهور قصر دارالامان چې د کورنیو جګړو په وخت کې ویجاړ شوی وو، د بیارغونې چارې نن پیل شوې.
د ناټو سرمنشي وایي، د ملا اختر منصور له وژنې وروسته اوس د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره امکانات برابر شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر، تښتول شوی، زوی له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
په پاکستان کې د افغان وسله والو ډلو پر خلاف د پوځي اقدام سره د هغه هیواد له مخالفت وروسته افغان حکومت بیا دا غوښتنه تکرار کړه.
نور پورته کول