په کابل کې د برېتانیې سفیر وایي دی په افغانستان کې ښه پرمختګونه گوري، خو بیا هم ډېر څه په کار دي.
شاه حسین مرتضوي وايي، د هغو طالب زندانیانو لست نن به ولسمشر غني ته وسپارل شي، چې د تروریستي فعالیتونو په جرم په اعدام محکوم شوي.
افغان حکومت وايي، د سولې د مخالفینو سره افغان ځواکونه د سولې د لارې نقشه د جګړې په ډګر کې ټاکي. اوس د حکومت لومړیتوب جګړه ده.
افغان حکومت وایي، د څلور اړخیزو غونډو پرهغې پریکړې د عمل وخت راغلی چې د هغو ډلو پرخلاف د اقداماتو غوښتنه کوي چې سولې ته غاړه نه ږدي.
برید د افغانستان د ملي امنیت پر یوې څانګې شوی دی. پاکستان ویلي دا برید وښوده، چې تروریزم د سیمې د امنیت لپاره لوی ګواښ دی.
ملګري ملتونه وایي، ۲۰۱۵ کال د افغان ماشومانو لپاره ښوونې او روغتیا ته د لاسرسي له پلوه تر اوړم کال خورا له ګواښونو ډک و.
د سارک سازمان د سوداګرۍ او صنایعو خونو یو پلاوی کابل ته تللی دی، چې په افغانستان کې د پانګونې لارې چارې وڅیړي.
د افغانستان د روغتیا وزارت وایي، چې د ناروغیو له امله ۳۵ فیصده مړینه د شکرې په ګډون د غیرې ساري ناروغیو له کبله پیښیږي.
د سوداگرو ښځو فدراسیون وایي په تیرو دوو کلونو کې د ناامنیو او نړیوالو مرستو د کمیدو له کبله د ښځینه پانگووالو سوداگري نیمایي کمه شوی.
په افغانستان کې د ناتو د پریکنده ملاتړ ماموریت وايي، که څه هم القاعده په تیرو کلونو کې ځپل شوې، خو که پوځي فشار نه وي ژر به بیا راوټوکیږي.
د پوهنې وزارت وايي، په ننګرهار کې د داعش د راپیدا کیدو راهیسې په تیر کال کې شاوخوا ۵۸ ښوونځي د زده کوونکو په مخ تړل شوي وو.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په هکله په یوه نوې سروې کې د مرکه شوو ۱۵۴۰ تنو له ډلې د۷۰٪څخه زیاتو یې ویلي، چې دا خبرې ناکامې شوي.
د امریکا د پرمختیايي اداره غواړي داسې یوه اپلېکشن جوړ کړي، چې پرمټ به یې ښځې کور کې او له له کوره د باندې له ځورونې په امان شي.
ولسمشرغني نن د ملي شورا د شپږم امتیازي کال د کار د پرانیستلو پرمهال وویل طالبان له تاریخي ازمایښت سره مخ دي.
د ډیموکراسۍ نړیوالې ادارې یوه نوې سروې ښيي، چې د ملي شورا ۹۳ په سلو کې غړي دا ګڼي، چې افغانستان په ناسم لوري روان دی.
د سولې د عالي شورا اوږده سرپرستي بالاخره نن پای ته ورسېده او ولسمشر غني په یوې غونډې کې د دغې شورا نوې رهبري او غړي په رسمي ډول معرفي کړل.
یوه نوې څېړنه ښيي، چې په افغانستان کې نږدې دوه میلیونه جریبه ځمکه د شاوخوا شپاړس زره غاصبینو له خوا غصب شوې ده.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې بې له مؤثرې او کاري کرنې پرته په افغانستان کې سیاسي او ټولنیز ثبات نشي راتللی.
د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو یو نیم کال وروسته لا هم د دفاع وزارت په گډون زیات شمیر مرکزي او سیمه ییزې ادارې سرپرستان اداره کوي.
د ښځو چارو وزارت شمېرې ښېې چې تیر کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴٠٠٠ قضیې ثبت شویدي.
نور پورته کول