د لاس رسي وړ اتصالات

د دفاع وزارت او ملي امنیت کاندیدان پارلمان ته معرفي شول


ټاکل شوې چې افغان پارلمان به بله اونۍ د دفاع او ملي امنیت ریاست ته د ولسمشر نوماندانو ته د باور د رایې د ورکولو بهیر پیل کړي
ټاکل شوې چې افغان پارلمان به بله اونۍ د دفاع او ملي امنیت ریاست ته د ولسمشر نوماندانو ته د باور د رایې د ورکولو بهیر پیل کړي

د ولسمشر مرستیال سرور دانش پارلمان ته ددغو دوو امنیتي ادارو د نوماندانو د پېژندنې په مهال وویل چې افغان حکومت له سختو امنیتي او سیاسي شرايطو سره مخ دی او له پارلمان یې وغوښتل چې دغو دواړو نوماندانو ته د باور رایه ورکړي.

سرور دانش وویل که پارلمان دغو دواړو نوماندانو ته د باور رایه ورکړي، نو په امنیتي ادارو کې به سرپرستي له منځه لاړه شي.

سرور دانش وویل" د جولاۍ په نهمه د وارسا کنفرانس دی، پدغه کنفران کې نړیوال له مونږ سره ماليي مرستې کوي، د نړۍ غوښتنه دا ده چې له دغه کنفرانس وړاندې د امنیتي ادارو واضح رهبري معلومه وي".

د ولسمشر مرستیال وویل چې د پارلمان له لوري دغو نوماندانو ته د باور د رایې ورکول دا معنی به ورکړي، چې د جنګ مسیر لنډ شي او د سولې لاره اواره شي.

ډګر جنرال عبدالله حبیبي د ملي دفاع وزارت او محمد معصوم ستانکزی د ملي امنیت ریاست ته نوماندان شوي، دا لا هم معلومه نده چې پارلمان به کله دوی ته د باور د رایې د ورکولو لپاره صندوقونه ږدي.

د ولسمشر مرستیال په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د روژې د میاشتې په خاطر دې له جنګ، ترور او ځانمرګو بریدونو ځخه لاس واخلي.

د ملي دفاع وزارت او د ملي امنیت د ریاست د نوماندانو لنډه پېژندنه

ډګر جنرال عبدالله حبیبي - د ملي دفاع وزارت لپاره نوماند

ډګر جنرال عبدالله حبیبي، د غلام حبیب زوی په ۱۳۳۱ لمریز کال کې د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، په ۱۳۴۸ هجري کال کې له حربي ښوونځي فارغ شوی، په ۱۳۵۱ هجری کال کې یې له حربي پوهنتون نه د لیسانس سند اخېستی دی، د پوځي علومو ماسټر هم دی.

عبدالله حبیبي په مختلفو پوسټونو کې کار کړی دی، د سرحدي پولیسو قومندان پاتې شوی، د لوی درستیز دوه ځلې پيژنوال او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان هم پاتې شوی دی.

محمد معصوم ستانکزی - د ملي امنیت ریاست لپاره نوماند

محمد معصوم ستانکزی د محمود خان زوی په ۱۳۳۷ هجري لمریز کال کې د لوګر ولایت د محمد اغې د ولسوالۍ په مغل خیلو کلي کې زېږېدلی دی، له حربي پوهنتون یې د مخابرې په برخه کې لیسانس اخېستی دی، په اداره او مدیریت کې له لندن نه ماسټري لري، په انتقالي دوره کې د مخابراتو وزیر وو، بیا د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس او په تېر یو نیم کال کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وو.

ستانکزی وړاندې له پارلمان د باور رایه نه وه اخېستې.

د ملي دفاع وزارت له اوږدې مودې او د ملي امنیت ریاست له لنډې مودې راهېسې د سرپرستانو له خوا اداره کېده.

ټاکنې

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش نن د پارلمان غونډې ته وویل چې د ملي یووالي حکومت په پام کې لري، چې روان لمریز کال کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.

سرور دانش وویل چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره دا مهالې ماليي، امنیتي او تخنیکي تدابیر برابریږي.

د ولسمشر مرستیال وویل چې ټاکنیز اصلاحات نور په پارلمان پورې تړلي دي.
هغه وویل "د ټاکنیزو اصلاحاتو کلي له تاسې سره ده، د ټاکنیزو کمیسیونونو د تشکیل او صلاحیتونو په قانون کې بدلون چې هر رنګه وي تاسې راولئ، دا تاسې پورې تړلې ده".
د ولسمشر مرستیال وویل ټاکنیز اصلاحات د نړیوالو مرستندویانو شرط دی او ددې لپاره ولسمشر غني یو لیک ان د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ته هم استولی دی.
هغه وویل ددغو ټاکنو ترسره کېدل د سیاسي احزابو او د مدني ټولنو غوښتنه هم ده.
دانش وویل د بروکسل تر کنفرانس وړاندې نړیواله ټولنه له افغان حکومت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره ژمنې غواړي

XS
SM
MD
LG