د بشري حقونو د څار اداره وايي زیات شمېر افغانان د خپلې ارادې په خلاف د ایران له خوا سوریې ته د جګړې لپاره استول کیږي.
کابل کې سلګونو مدني او د بشري حقونو فعالانو په یوې مظاهرې کې له ولسمشر اوباما نه وغوښتل چې د ګوانتنامو زندان دې ژر وتړي.
د ملي اردو د هوايي ځواک قوماندان وايي، راتلوونکې اونۍ به د هلمند په جګړه کې د هند د مرسته شویو ایم ای ۳۵ هلیکوپترو نه کار واخیستل شي.
د سوداګرۍ د خونې چارواکي وایي پاکستان هغو قالین اوبدونکو ته لس کلنه مالیه او ټکس معاف کړی، چې په دغه هیواد کې یې پانګونه کړې.
د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازي کابل کې سره راغونډیږي چې له طالبانو سره د سولې پر مذاکراتو وغږیږي.
ټاکنو کمیسیون د ملي شورا له خوا د ټاکنو د اصلاحاتو په تړاوو د ولسمشر غني د فرمان د ردولو هرکلی کړی، خو ارګ وایي د غوراوي کمیټه به کارته دوام ورکړي.
ولسمشر غني نن د ملي دفاع د وزارت د نوې ودانۍ د پرانستې غونډې ته د وینا په مهال له خلکو وغوښتل چې د امنیتي ځواکونو ترشاه ودریږي.
د دفاع سرپرست وزیر وایي د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې لا هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ دفتر وايي، ددغې ادارې 'له ماینونو د خالي افغانستان' لس کلن پلان د بودیجې له کمښت سره مخ دی.
نن د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغان پارلمان د استجوابیه غونډې وروسته د ولسي جرګې ځينو غړو د سولې په تړاوو د پاکستان په ژمنو شک څرګند کړی.
د کډوالو نړیوال سازمان وایي چې د ایران له لارې اروپا او ترکیې ته د کم عمره افغان ماشومانو شمیر مخ په زیاتیدو دی.
د طالبانو ویاند يې ژویل نه دي او ژر به یې غږیز پیغام خپور کړي خو افغان چارواکي وايي ملا منصور په خپل منځۍ جګړې کې ژوبل شوی دی.
نن په کابل کې دیو سړک پر غاړه په سلګونو ځوانانو د بې کارۍ ستونزې ته د حکومت د پام اړولو لپاره د بې کارۍ پر ضد یو کنسرت او لاریون ترسره کړ.
یوه نوې څیړنه ښيي چې افغان پوځ او پولیسو کې افراطیت شته او ۸۳ په سلو کې يې د اسلام د منتقدینو پر ضد جهاد سم بولي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وایي چې د افغانستان په هکله په سیمه کې بدبیني رامنځ ته شوې ده.
په کابل کې د مدني ټولنې په لسګونو فعالانو د یوه لاریون په ترڅ کې په پاریس کې د اقلیم د بدلون د سرمشریزې څخه خپل ملاټړ څرګندکړ.
په پام کې ده چې، د نومبر میاشتې په دېرشمه د فرانسې په پلازمینې پاریس کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو کنفرانس دایر شي.
په تیرې میاشتې کې په پرله پسې ډول د بهرنیو اسعارو پروړاندې د افغانۍ د ارزښت له لاسه ورکولو وروسته نن افغانۍ بیرته خپل ارزښت یو څه ښه کړی.
په کابل کې نن په زرګونو کسانو د داعش د ډلې له خوا په زابل کې د اوو هزاره مسافرو د وژنې د غندلو لپاره د ارګ مخې ته پراخ لاریون وکړ.
د بې پولیو خبریالانو ټولنه وايي که طالبان په کوم افغان خبریال یا رسنۍ برید وکړي، د طالبانو د قطر سیاسي دفتر به یې مسول وي.
نور پورته کول