اجمل عابدي وایي چې د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله تر منځ بيدا شوی اختلافات اوس حل شوی دی.
په سلګونو علماو او پخوانیو مجاهدینو نن د لویې جرګې په خیمه کې په یو غږ وویل، اسلام د افراط دین ندی او دیني عالمان باید د افراط په وړاندې ودریږي.
د بخښنې نړیوال سازمان وايي افغان حکومت په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو د فعالانو د وژنې، زورونې او زور زیاتي مخنیوي، له پامه غورځولی.
نن د کابل ښار اکثره برخې د افغان حکومت له خوا په دوکاندارانو د مالیو لوړولو په اعتراض کې تړلې وې او په زرګونو دوکاندارانو د دغې پریکړې په مخالفت لاریون وکړ.
عبدالجبار نعیمي په خوست کې د هغه په ضد روان لاریونونه بغاوت، دسیسه او توطئه وګڼله خو بل لورته لاریون کوونکي بیا وايي، د هغه په ضد حرکت یې مدني دی.
افغانستان د ایران او د ۵ +۱ هېوادونو ترمنځ د موافقې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې دا به په نړۍ کې له ثبات سره مرسته وکړي.
ولسمشرغني د فرخندې د کورنۍ له غړو سره په کتنه کې ویلي، چې د هغې د قضیې د څېړنې د کمیسیون پلټنې ښیي چې فرخنده بې ګناه وه.
په خوست کې د سرپرست والي په ضد په لاریون ځانمرګی برید شوی او د رپوټونو له مخې پکې اتلس تنه لاریون کوونکي وژل شوي دي.
د ملي وحدت د حکومت اجرائیه رئيس په کابل کې د وزیرانو شورا ته وویل امریکا ته د ولسمشر غني او زما سفر له لاسته راوړنو ډک و.
لویه څارنوالي وايي، نن ورته په رسمي ډول د فرخندې د قتل دوسیه رسېدلې او ددغې دوسیې د تعقیب لپاره یې د تحقیق پلاوی هم ټاکلی دی.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل ښار د نن مازدیګر په ځانمرګي برید کې اووه تنه وژل شوي او دوه ویشت نور ټپیان شوي دي.
وسله والو تېره شپه د کابل - غزني په لویه لاره د میدان وردګو د سید آباد په سیمه کې په ملکي موټرو ډزې کړي او ۱۳ وګړي یې وژلي دي.
د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند وایي، چې په راتلوونکو دوو کلونو کې باید د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا په دوامداره توګه وساتل شي.
اجمل عابدي وایي، امریکا ته د ولسمشر غني د سفر په ترڅ کې به له امریکايي چارواکو سره په افغانستان کې د ترهګرۍ په نويو ګواښونو هم خبرې وشي.
ولسمشر په زابل کې د ۲۹ یرغمل شویو مسافرو تښتونه توطئیه وګڼله، وې ویل چې دا د ملي یووالي په ضد د توطئې یوه برخه ده
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د پنجشنبې په ورځ به په کابل د تايپې د ګازو د نل لیکې د غړو هیوادونو د وزیرانو ۲۱ غونډه جوړه شي.
د ملي دفاع وزارت وایي چې په هلمند کې د اسلامي دولت د وژل شوي مشر ځای ناستی هم تیره ورځ د ملي اردو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت نن په ۲۸ ولایتونو کې۷.۶ میلونو ماشومانو ته د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د ورکولو درې ورځنی کمپاین پيل کړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن شنبه له غرمي وروسته د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د دوه ورځني سفر په ترڅ کې سعودي عربستان ته تللی دی.
د عامې روغتیا وزیر وايي افغانستان لا هم په سیمه کې د زیږون پر مهال د میندو د مړینې له کبله لومړنی هیواد دی.
نور پورته کول