د ملي یووالي د حکومت اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د وزیرانو شورا ته وویل امریکا ته د ولسمشر غني او د هغه سفر له لاسته راوړنو ډک وو.
اجرائيه رئيس وویل تمه لري، چې ددغه سفر د لاسته راوړنو پایلې هغسې پایلې وي، چې افغانان یې تمه لري.
ښاغلي عبدالله چې نن د ۱۳۹۴ لمریز کال د وزیرانو د شورا د لومړنۍ ناستې مشري کوله وویل پدغه سفر کې د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو په جوړولو او ټینګولو کې لوی ګام اخېستل شوی دی.
اجرائيه رئيس وویل "امریکا ته زمونږ دا سفر حتی د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو لا له وړاندې نه په نظر کې وو، مونږ له بشپړو او بنسټیزو پروګرامونو او له ښې اجنډا سره لاړو."
د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئيس وویل پدغه سفر کې پدې پرېکړه وشوه، چې د ۲۰۱۵ میلادي کال تر پایه امریکايي ځواکونه په هغه شمېر کې پاتې شي، چې ددې کال په پیل کې شته دي، ترڅو د افغان امنیتي ځواکونو په روزنه، سلا کار وکړي.
ښاغلي عبدالله وویل امریکا ته د ولسمشر غني او د هغه په سفر کې تر ۲۰۱۷ میلادي کاله پورې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل مسئله یاده شوه او تمه لري، چې د تمویل دا بودیجه تصویب شي.
اجرائيه رئیس د امریکا او افغانستان ترمنځ د بهرنیو او د دفاع د وزارتونو په کلنۍ مشورتي ناستې د هوکړې یاده هم وکړه وې ویل "د ځواکونو د دوه اړخیزه اړیکو په تړاوو پخوا دود وو، چې په کال کې به یو ځل د افغانستان د دفاع د وزارت او د امریکا د پنټاګون ترمنځ ناسته کېده، خو په وروستیو درېیو کلونو کې دا ناستې ځنډېدلې وې، پدې سفر کې مو ددغو ناستو په بېرته پیلېدو موافقه وکړه."
اجرائيه رئيس وویل امریکا ته ددغه سفر په مهال پدې هم هوکړه وشوه، چې امریکا به د افغان حکومت اصلاحي پروګرامونو اته سوه ملیونه امریکايي ډالر چې هغه تشویقي مرستې یادې کړې ورکوي.
د فرخندې دوسیه
د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئيس د وژل شوې فرخندې د قضیې په تړاوو وویل چې له عدلي او قضائي ارګانونو غواړي ترڅو دا قضيه سمه وڅېړي او مجرمین مجازات کړي.
ښاغلي عبدالله وویل قضاء باید د هیڅ ډول تبلیغاتو تر تاثیر لاندې رانشي.
هغه وویل "د فرخندې وژنه او جنایت دولت په جدیت دا مسئله تر تعقیب لاندې نېولې ده."
د وزیرانو په شورا کې د کابل پوهنتون د استادانو د معاشونو د ځنډ مسئله هم یاده شوه او وویل شول چې حل باید ورته پیدا شي.
د وزیرانو شورا په داسې حال کې اوونیزه ناسته کوي، چې لا هم کابینه بشپړه شوې ند