ولسمشر اشرف غني وايي، د واک انحصارول باید له منځه لاړ شي او ژمن دی، چې ښځو ته په دولتي ادارو کې د وړتیا په اساس پراخه ونډه ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، یوولس افغان سفیران د کار د قانون په اساس تقاعد ته سوق شوي دي.
یوناما وایي په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې په جګړه کې د نیول شویو زندانیانو د شکنجه کولو او هغوې سره ناوړه چلند کې ۱۴٪ کمې راغلی.
محمد محقق وايي، ولسمشر غني به ژر هند او ایران ته سفر وکړي او دغو هیوادونو ته به ډاډ ورکړي چې افغانستان د نیابتي جګړې ډګر نه ګرځي.
یوناما وایي، په افغانستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د مخامخ او ځمکنیو جګړو د زیاتوالی له امله د ملکي تلفاتو په شمیر کې ۲۲ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د پاکستان د پوځ مشر نن په کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې د افغانستان او پاکستان په پوله استخباراتي اړېکې په بې سارې ډول ښې شوې دي.
اجرائيه رئيس وایي دا ناسمه ده که یو څوک وزیر یا رئيس وي نو جهادي ارزښتونه خوندي دي او که بیا نه وي، نو جهادي ارزښتونه پایمال شوي دي.
پخواني جهادي مشر عبد رب رسول سیاف د ملي یووالي حکومت وګواښه چې د ملت له مشورې پرته د هېواد بهرنۍ تګلاره بدلوي.
د ښځو چارو وزارت وايي سږ لمریز کال د تېر کال په پرتله له ښځو سره د زورزیاتي د پېښو کچه کمه شوې ده.
ولسمشر غني له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له چین نه په داسې حال کې مرسته غوښتې چې کابل نن د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزې غونډې کوربه و.
دافغانستان د ټاکنو دوه څارونکې ادارې وايي،له ټاکنیزو اصلاحاتو سره د ملي یووالي حکومت دوه ګونی چلند کوي.
ولسمشر محمداشرف غني ویلي چې ټاکنیزو اصلاحاتو ته ژمن دی او ډېر ژر به په ټاکنیزو بنسټونو کې اصلاحات راولي.
لودیځو هیوادو ته د هغو غیری قانوني تلوونکو افغان ماشومانو شمېر لوړ شوی، چې په قاچاقي ډول د کورنۍ له غړو پرته سفر کوي.
د کابینې اتو هغو وزیرانو چې تېره اونۍ یې له ولسي جرگې نه د باور رایې واخیستې، نن یې په رسمي ډول عملا په کار پیل وکړ.
د ملي یووالي د حکومت چارواکي وايي،د ټاکنو په سیسټم او ټاکنیزو کمیسیونونو کې د اصلاحاتو راوستو لپاره تیار دي.
یوې نادولتي موسسې موندلي چې د افغانستان د ملي شورا تر نیمايي ډیر غړي د روان کال په تقنیني غونډو کې حاضر نه وه.
د افغانستان د کورنېو چارو وزارت وايي چې د هېواد د نفوسو شاوخوا لسمه برخه د مخدراتو په ناقانونه کاروبار کې ښکېله ده.
ولسمشر غني د یو فرمان له مخې د کابینې د ۲۵ نوماند وزیرانو، د ملي امنیت او د افغانستان بانک د نوماند رئيسانو نومونه اعلان کړل.
ولسمشراشرف غني نن د مشرانو جرګې نويو غړو ته چې د څلوردیرش ولایتونو د ولایتي شوراګانو نه یې دغې جرګې ته لاره پیدا کړې،لوړه ورکړه.
هند د افغانستان د سوداګرۍ له وزارت سره داسې تړون لاسلیک کړ چې په اساس به یې د نساجۍ پخوانی صنعت بیا را ژوندی شي.
نور پورته کول