د لاس رسي وړ اتصالات

غني له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له چین مرسته غوښتې


د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، افغانستان سیمې ته ستراتيژيک اهمیت لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، افغانستان سیمې ته ستراتيژيک اهمیت لري.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له چین غوښتي، ترڅو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ورسره مرسته وکړي او بل لور ته کابل نن د چین، افغانستان او پاکستان د درې ګونې ناستې کوربه هم و.

افغان ولسمشر د چین د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال لیو جیانچاوو سره په کتنه کې چې په ارګ کې شوې، دا غوښتنه کړې ده.

پدې کتنه کې د چین او افغانستان ترمنځ د اړېکو په پراختیا او له ترهګرۍ سره د سیمې په مبارزې هم خبرې شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د نوي افغان حکومت له هڅو مننه کړې ده.

د ارګ اعلامیه وايي، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، افغانستان سیمې ته ستراتيژيک اهمیت لري او د سیمې د امنیتي او اقتصادي همکاریو د وصل ځای دی.

بل لورته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، پلازمینه کابل د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ په ستراتيژيکو خبرو د درې ګونې لومړنۍ ناستې کوربه وو.

دا ناسته د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو په مشرۍ شوې ده، پدغو خبرو کې اصلا په افغانستان کې د سولې او ټیکاوو په تړاوو خبرې او د نظرونو تبادله شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ ته وویل د درې واړو هیوادونو دغو لوړپوړو ډيپلوماټانو پدې بحث کړی چې څنګه پاکستان او چین د افغانستان په سوله او پخلاینه کې مؤثر رول لوبولی شي.

احمد شکیب مستغني وویل ‪"‬ درې واړو اړخونو په افغانستان کې د تلپاتې سولې او پدې برخه کې له نتجې د ډکې لاسته راوړنې په اړه د اقداماتو په سر خبرې وکړې، افغانستان له دواړو هیوادونو وغوښتل چې د سولې په بهیر کې مؤثر رول ولوبوي، دواړو هیوادونو د افغانستان له سولې خپل ملاتړ اعلان کړ.‪"‬

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا لومړی وار دی، چې د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ په ستراتيژيکو مسائلو په بحث درې ګونه ناسته کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي، د چین د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال یو جانجچاوو، او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چوهدري ددې درې ګونې ناستې مشري کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، پدې ناسته کې د افغانستان او سیمې په همکاریو هم خبرې شوي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ له ترهګرۍ سره په جګړه هم بحث شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وویل، په ستراتيژيکو خبرو پدې درې ګونې ناسته کې د درې واړو هیوادونو او سیمي ترمنځ اقتصادي همکارۍ هم یادې شوي او په ويناء یې د افغانستان او سیمي ترمنځ اقتصادي همکارۍ دا سیمه سوکاله کولی شي.

له هغه وروسته چې افغان ولسمشر چین ته سفر وکړ او له دغه سفر وروسته چین په ښکاره د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ ژمنې وکړې، دا لومړی وار دی چې د بهرنیو چارو د وزارتونو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د سولې د پروسې په ټینګښت او پیاوړتیا خبرې کیږي.

د افغان ولسمشر او د چین د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په کتنه کې د چین او افغانستان ترمنځ د ملي شورا د غړو او د مدني ټولنې د استازو ترمنځ د تګ را تګ نه هم هرکلی شوی دی.

افغان ولسمشر په اقتصادي برخو او د اوبو په مدیریت کې هم د چین مرسته غوښتې ده.

که څه هم د ولسمشر او د چین د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال په کتنه کې د سولې په تړاوو د ارګ په اعلامیه کې په ځانګړي ډول څه ندي ویل شوي، په ستراتيژيکه درې ګونه ناسته کې په سولې ډېر ټینګار شوی دی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې د طالبانو ځینو رهبرانو چین ته سفر کړی دی.

افغان حکومت او د سولې عالي شورا له وړاندې ویلي، چې له وسله والو مخالفینو سره په هر ځای کې خبرو اترو ته تیار دي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا پدې باور دي، دا چې چین له پاکستان سره سیاسي او اقتصادي ښې اړیکې لري، نو ښايي د افغانستان د سولې په مسئله کې په ونډه ولوبولی شي

XS
SM
MD
LG