ولسمشر احمدزي د ښوونکو د ژوند د ښه کیدلو لپاره پروګرامونه اعلان کړل چې د ښوونکو او ملکي مامورینو ترمنځ ادارې توپیرونه له منځه لاړ شي.
یو شمیر فرهنګیان او د مدني ټولنو غړي له ملالې یوسفزۍ نه غواړي چې افغانستان ته راشي او د نوبل جایزه له افغانانو سره په شریکه ونمانځي.
امریکايي سناتوران ټیم کین او انګوس کینګ وايي چې د نوي افغان حکومت لومړي ګامونه مثبت دي او د ملي یووالي حکومت پيل شوی دی.
لویه څارنوالۍ وايي، د کابل بانک د متهمینو دوسیې یې بشپړې کړي او د عدلي او قضائي اجراءتو لپاره یې د استئناف محکمې ته وسپارلې.
ولسمشر احمدزي لويې څارنوالۍ ته دنده سپارلې چې د دوشنبې د ورځې پورې د ټولو زندانیانو دوسيې وڅېړي او څېړنې دده په میز کیږدي.
د بخښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د جنسي تیریو او وسله والو غلاوو اعدامول غندلي او هغه یې عدالت ته سپکاوی ګنلی دی.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د پغمان د جنسي تیري د پېښې پنخه عاملین چې د اعدام حکم پرې دمخه صادر شوی، سبا ته به اعدام شي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني احمدزي وایي چې جنګ د حل لاره نده، د ستونزو د حل لاره بین الافغاني تفاهم او مذاکرات دي.
نن بیا یو ځانمرګي بریدکونکي د کابل په اومه ناحیه کې د ملي اردو د کارکوونکو د بس په نښه کولو سره درې تنه ووژل او اته تنه یې ټپیان کړل.
د کابل ښار نن چارشنبه سهار د دوو ځانمرگو بریدونو شاهد و چې په ترڅ کې یې د افغانستان د ملي دفاع وزارت اوه کارکوونکي وژل شوي دي.
د امریکا د ولسمشر سلاکار او په افغانستان کې د امریکا سفیر وايي، د امریکا او افغانستان ترمنځ به امنیتي تړون سبا ته په کابل کې لاسلیک شي.
اشرف غني احمدزي نن دوشنبه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د نوي ولسمشر په توګه لوړه پر ځای کړه.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د سویلي افریقا تبعه نیکولاس هیسم افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون اشرف غني احمدزی د افغانستان نوی منتخب ولسمشر اعلان کړ خو د رایو د وروستیو پایلو شمېرې یې اعلان نه کړې.
د عامې روغتیا وزارت او د یونیسف ګډه سروې ښيي چې په افغانستان کې ۴٠٪ ماشومان له خوارځواکۍ کړیږي چې عمده لامل یې فقر دی.
امنیتي چارواکي وایي چې د کابل په ننني ځانمرګي برید کې درې بهرني پوځیان وژل شوي او دریارلس ملکیان ټپیان شوي دي.
د ولسمشرۍ دواړو ټاکنیزو ټیمونو نن سهار د کاندیدانو ترمنځ د توافقاتو لپاره د بحث د یوې نوې طرحې متن برابر کړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن یکشنبه د جمهوري ریاست د دوهم پړاو ټاکنو د رایو سل په سلو کې تفتیش پای ته ورسوه.
د عبدالله عبدالله ټاکنیر ټیم وایي د دواړو کاندیدانو ترمنخ نننۍ پلن شوې غونډه، د یو لړ ملاحظاتو له امله سبا ته وځنډیدله.
حامد کرزي د شهیدانو د اونۍ د نمانځنې په غونډه کې د جمهوري ریاست په نوماندانو غږ وکړ چې ددې اونۍ تر پایه دې حکومت جوړ کړي.
نور پورته کول