د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې چارواکو په کابل کې خبریالانو ته وویل له دوو نه تر څلورو اوونیو پورې به د ټولو ولایتونو ولایتي شوراګانې چې تازه د ټاکنو د کمیسیون له خوا اعلان شوې، د لوړې مراسم پرځای کړي او عملا به په خپلو کارونو پیل وکړي.
د سیمه ییزو ارګانونو د ادارې تخنیکي او د پالیسۍ مرستیال فرید ماموندزي خبریالانو ته وویل د لوړې د مراسمو له پرځای کولو وروسته به په پنځلسو ورځو کې ولایتي شوراګانې د سناء مجلس ته خپل استازي د سناتورانو په توګه لېږي، خو هغه زیاتوي چې لا هم ددغه ټاکلو لپاره کړنلاره موجوده نده.
ښاغلي ماموندزي وویل" تر هغو چې طرز العمل نه وي جوړ شوی، چې څنګه د ولایتي شوراګانو له لارې سنا مجلس ته غړي معرفي شي او اداري پلاوی وټاکل شي دا کار ناممکن دی."
د محلي ارګانونو د ادارې د محلي شوراګانو د انسجام رئيس بیا وايي، چې له تېرې اوونۍ راهېسې د ټاکنو له کمیسیون سره په اړېکه کې دي، چې دا طرز العمل بشپړ کړي.
دا ځل د ټولو څلوردېرشو ولایتونو ولایتي شوراګانو ته ۴۵۸ غړو لاره پیدا کړې ده، چې ۹۷ پکې ښځې دي، پدې ځل ولایتي شوراګانو کې ۲۱ فیصده ښځې ونډه لري، چې په قانون کې ورته د شل په سلو کې ځای وړاندوینه شوې ده.
د ولایتي شوراګانو په تېره دوره کې ۴۲۰ غړو برخه درلوده، هغه مهال ۱۱۸ ښځو په ولایتي شوراګانو کې موجوده وه، چې د نوي قانون په اساس په ولایتي شوراګانو کې د ښځو ونډه له ۲۵ فیصدو نه ۲۰ فیصدو ته را ټیټه شوې ده.
د محلي ارګانونو د ادارې د محلي شوراګانو د انسجام رئيس سید احمد خاموش خبریالانو ته وویل دا ځل د ولایتي شوراګانو لپاره پوره اسانتیاوې په قوانینو کې نیول شوي دي.
د هغه په ویناء تېره اونۍ پارلمان د ولایتي شوراګانو قانون تصویب کړ، چې د ولسمشر توشیح ته منتظر دی.
په نوي قانون کې د ولایتي شوراګانو لپاره د انکشافي مواردو لپاره بودیجه هم په نظر کې نېول شوې ده چې شل په سلو کې د نورو پروګرامونو د پرمختیايي بودېجې یوه برخه ده.
د ولایتي شوراګانو ټاکنې د حمل په میاشت کې ترسره شوې خو د اعلان ځنډ یې اته میاشتې وځنډېده، د محلي ارګانونو د ادارې د محلي شوراګانو د انسجام رئيس وايي، دې معضلې ته باید د ټاکنو کمیسیون لاره پيدا کړي.
ښاغلي خاموش وویل "لکه پدې تړاوو چې د جمهوري ریاست د دورې هم مشکل دی داسې د ولایتي شوراګانو هم کمیسیون باید دې ته لاره پیدا کړي."
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددې اوونۍ په سر کې د شنبې په ورځ د ولایتي شوراګانو وروستۍ پایلې اعلان کړې.
ددغو پایلو اعلان د ولایتي شوراګانو د معترضو کاندیدانو د لاریونونو له غبرګونونو سره هم مخ شول، تېره ورځ ناکامو کاندیدانو لاریون وکړ او کمیسیون یې د دوی د ټاکنو له امله په درغلیو کې ګرموه.
د افغانستان د قوانین په اساس د مشرانو جرګې دوه برخې سناتوران دم مهال له ولایتي شوراګانو ټاکل کیږي، چې د ولسوالیو د شوراګانو تشه هم پرې ډکه شوې ده.