نور محمد نور وايي، د چارشنبې تر ١٢ بجو پورې په سلو کې ۹۶ رايی پروسس شوي دي او پاتې څلور فیصده به هم ژر پروسس شي.
د ضياالحق امرخیل له استعفا وروسته، ولسمشر حامد کرزي، ملګرو ملتونو او ټاکنیزو بنسټونو د هغه ددغه اقدام هرکلی کړی دی.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ویاند د شکایتونو په کمیسیون د بې باورۍ خبرې داسې انګېرلې دي چې ګواکې دا له جرمه مخکې قصاص دی.
د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال وايي، یوناما تیاره ده چې د انتخاباتي کمیسیونونو او د کاندیدانو ترمنځ د منځګړي رول ولوبوي.
د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله د انتخابتي ټیم پلویانو نن شنبه په کابل کې لاریون وکړ او په ټاکنو کې یې د درغلیو په وړاندې شعارونه ورکړل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر، یوناما وايي، چې د ټاکنو له کمیسیونونو سره د ډاکټر عبدالله پرېکوڼ دا سازمان متعجب کړی دی.
د ولسمشرۍ یو نوماند عبدالله عبدالله له دواړو ټاکنیزو کمیسسیونونو سره خپلې اړیکې وځنډولې او په خپلو څارونکو یې غږ وکړ چې دندې پرېږدي.
فیفا وايي، دا ځل ټاکنې له لومړي پړاو شفافې وې، خو د ځینو درغلیو پېښې هم ثبتې شوي چې له لومړي پړاو درغلیو یې میزان لوړ ندی.
د پاکستان صدراعظم له ولسمشر حامد کرزي، غوښتي چې ددغه هیواد د پوځ له خوا په وزیرستان کې د پیل شویو عملیاتو سره مرسته وکړي.
احمد یوسف نورستاني وایي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رئیس ضياالحق امرخېل د گوښه کولو لپاره هیڅ موجه اسناد نشته.
د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو د ټاکنو د ګډوډولو په هدف ۲۰۵ واړه او لوی بریدونه کړي، خو دفاع وزارت وايي، مخالفینو ۵۰۶ تحرکات لرل.
له امنیتي ګواښونو سره سره بیا هم په ملیونونو افغانانو د خپل هیواد د راتلونکي مشر د ټاکلو لپاره په ټاکنو کې ګډون وکړ او خپلې رايي وکارولې.
نن د جمهوري ریاست د ټاکنو په ورځ په ملیونونو افغانانو رایې ورکړې او رای ګیري رسماْ پای ته ورسېدله. ولسمشر کرزي د افغانانو نه وغوښتل چي په انتخاباتو کي برخه واخلي.
د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی وايي، د ټاکنو په دوهم پړاو کې افغان پولیس هڅه کوي چې د درغلیو مخه ونیسي او د درغلیو عاملین افشا کړي.
ملي دفاع وزارت وايي، په ټاکنو کې د ملي پوځ ۵۹ زره عسکر په مستقیمه د امنیت په ساتلو کې له نورو امنیتي ځواکونو سره په دندو بوخت دي.
د ښځو شبکې د جمهوري ریاست له دواړو نوماندانو غوښتي چې په خپله دوره کې د ښځو د تېرو ١۴ کلونو ترلاسه شوي حقونه خوندي وساتي.
د جمهوري ریاست د لومړي پړاوو د ټاکنو نوماند قطب الدین هلال د ټاکنیزو مبارزو په وروستۍ ورځ خپل ملاتړ له ډاکټر اشرف غني احمدزي وکړ.
د لوګر د محمد اغې په ولسوالۍ کې د ایم ډي سي د ماين پاکونې د مؤسسې اته ماين پاکوونکي په وسله وال برید کې وژل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاکنو په ورځ به په ټول افغانستان کې د رائیو ورکولو ۸۱۳ مرکزونه د ناامنۍ او د لارو د ستونزو له امله تړلي وي.
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو پنځه امریکایي سرتیري د افغانستان په جنوب کې، وژل شوي دي، خو ایساف د پیښې جزیات نه دي ورکړي.
نور پورته کول