افغان حکومت د کراچۍ د ښار په هوايي ډګر باندې وسله وال برید غندلی او له پاکستان څخه یې غوښتي چې د افراطیت په ضد ګډه مبارزه وکړي.
د جمهوري ریاست د لومړي پړاو نوماند هدایت امین ارسلا، له اشرف غني احمدزي او احمد ولي مسعود له عبدالله عبدالله ملاتړ څرګند کړ.
د ولسمشر حامد کرزي مشر ورور، او د ټاکنو د لومړي پړاو کاندید قیوم کرزي په دوهم پړاو کې له اشرف غني احمدزي څخه رسمآ ملاتړ اعلان کړ.
د جمهوري ریاست د ټاکنو د دوهم پړاو د کاندید عبدالله عبدالله په موټر د بم چاودنه شوې، خو خپله نوموړی له دغی پېښې روغ رمټ وتی دی.
د شکایتونو کمیسیون د ولایتي شوراګانو د شکایتونو ارزونه پای ته ورسوله او د اکثرو ولایتونو په یو شمیر مرکزونو کې د رائيو بیا شمېرل پيل شوي.
د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا او افغانستان ترمنځ د ستراتيژیک تړون په مفرداتو د امریکا د سفیر د وروستیو څرګندونو سره مخالفت څرگند کړ.
ولسمشرۍ ته د یو پخواني کاندید قیوم کرزي ټیم د اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له خپلو پلویانو نه یې وغوښتل چې هغه ته رایه ورکړي.
د امریکا سفیر وايي، له ګوانټنانامو نه د پنځو زندانیانو د خوشې کولو او افغانستان ته د سپارلو په سر له افغان حکومت سره دمخه تفاهم نه و شوی.
یو ځانمرګي برید کوونکي، د دوشنبې په سهار د ننګرهار د بهسودو په ولسوالۍ د یو ساختماني شرکت درې ترکي کارکوونکي وژلي دي.
د ټاکنو په دوهم پړاو کې د رایې ورکوونکو د امنیت ساتلو لپاره د یکشنبې په ورځ افغان پوځي تعلیمي مرکز د ملي اردو ۳۰۰۰ سرتیري فارغ کړل.
افغان محلي چارواکي وایي، پاکستانۍ هلیکوپترو د شنبې په سهار د کنړ ولایت د دانګام په ځینو سیمو بمبارۍ کړي او څلور تنه یې وژلي دي.
په هرات کې د امریکا قونسلګرۍ وایي، د دوی په موټر باندې په ډزو کې د قونسلګرۍ دوه کارکوونکي ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا لوړ پوړي قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ ویلي، د امریکا د نوي تعهد له مخې به د افغانستان ملي ځواکونه ښه وروزل شي.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر، له ولسمشر کرزي وغوښتل چې په دوو ورځو کې د هغو حکومتي چارواکو په اړه پرېکړه وکړي چې په ټاکنو کې یې لاسوهنې کړي.
د یو شمیر سیمه ایزو رسنیو مسؤلو مدیرانو پرېکړې کړې چې د انتخاباتو د دوهم پړاو په ورځ به د ناامنیو په اړه رپوټونه نه خپروي.
ولسمشر حامد کرزي، ولسمشر بارک اوباما ته ویلي چې د نوي افغان ولسمشر د لوړې مراسم به د داګست د میاشتې په دوهمه ترسره شي.
ولسمشر حامد کرزی د دوشنبې په سهار د هند د نوي ټاکل شوي صدراعظم نریندرا مودي د لوړې په مراسمو کې د ګډون په موخه هند ته لاړ.
د اشرف غني احمدزي او احمد ضيا مسعود ترمنځ په یو لاسلیک شوي تړون کې، د احمدزي د بریا په صورت کې مسعود ته د اجرائیوي رئيس څوکۍ په پام کې نیول شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ د دوهم پړاوو ټاکنو په ورځ د رايي ورکولو ۳۵۰۰ محلونه یې په ټولو ولایتونو کې زیات کړي دي.
د عدلېې وزارت، له ولسي جرګې غوښتي چې د پیسو د تطهیر او له جرمونو په نتیجه کې د لاس ته راغلو عوایدو د مخنیوي قانون دې ژر تصویب کړي.
نور پورته کول