د کورنیو چارو وزیر عمر داودزی وايي، د بدخشان د یمګان ولسوالۍ ته کمکي ځواکونه لیږدول شوي او تصفیوي عملیات یې پیل کړي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، پاکستان ته خبرداری ورکړې که په افغانستان د توغندیو بریدونه و نه دروي، نو د راتلونکو پېښو مسؤل به پاکستان وي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د څو ورځو ځنډ وروسته د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۳ کال د ولایتي شوراګانو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.
د بهرنیو سوداګرو سره د افغان سوداګرو د اړیکو نیولو لپاره د امریکا د سوداګرۍ وزارت په مرسته په کابل او ٣ نورو ښارونو کې سوداګریز مرکزونه پرانستل شول.
ولسمشر حامد کرزی، په چین کې د سیکا په سرمشریزه کې د ګډون په موخه د یکشنبې په ورځ له کابل نه د چین د شانګهای ښار ته لاړ.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن په رسمي ډول د افغانستان د ۱۳۹۳ کال د حمل د ۱۶ ورځې د ټاکنو پایلې اعلان کړې چې له مخې ټاکنې دوهم پراو ته وغځیدلې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پرېکړې ورته رسیدلي او د جمهوري ریاست د ټاکنو وروستۍ پایلې به سبا ته اعلان کړي.
افغان حکومت د خیبر په نوم د طالبانو د پسرلني عملیاتو اعلان نوې خبره نه ګڼي او وایي چې که د طالبانو وس رسیدلی نو د ټاکنو مخه به یې نیولې وای.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د تیر لمریز کال په جګړو کې د ماشومانو مرګ ژوبله د وړم کال په پرتله ۱۴.۹ په سلو کې لوړه شوې ده.
وسله والو طالبانو تیره شپه او نن سهار د غزني، ننگرهار او کابل ولایتونو په څو سیمو کې وسله وال او راکټي بریدونه کړي دي.
د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ولاړ یو کاندید ډاکټر زلمی رسول نن په یوه غونډه کې له یو بل مخکښ کاندید ډاکتر عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
د افغان سټ یو په نوم سپوږمکۍ نه ګټه اخستل د شنبې په ورځ پیل شول چې په هیواد کې به انټرنیټي خدمات پراخ او تلویزیوني خپرونې ښه شي.
د آریانا الوتکه چې له ډهلي نه کابل ته راتله، د کابل په هوايي ډګر کې له کښته کیدو وروسته له رن وي یا د الوتنې له کرښې وتې ده.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی وايي، که د جمهوري ریاست ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې شي نو د جوزا د میاشتې په ۲۴ به ترسره شي.
ډبلیو ایچ او، له خوا پاکستان ته د خبرداري وروسته افغان حکومت هم وايي، د ګوزڼ د ناروغۍ پېښې د پاکستان سره په پوله پرتو ولایتونو کې ډېرې دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، نن په علني ډول د جمهوري ریاست د ټاکنو د ورځې په تړاوو د شکایتونو څېړل پيل کړل چې د پنجشنبې تر ورځې به دوام ومومي.
نن د ارګ په ماڼۍ کې د جمهور رئيس حامد کرزي په مشرۍ په غونډه کې د نوي جمهور رئيس د سوګند د پورته کولو مراسمو ته په تیاریو خبرې شوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په یوه علني غونډه کې د باطلو رايئو په تړاوو د جمهوري ریاست د کاندیدانو نهه شکایتونه وڅېړل، خو پریکړه یې اعلان نه کړه.
دوه مخکښ کاندیدان د لومړنیو پایلو د اعلان په هکله بیل نطرونه لري، ډاکټر عبدالله لا هم بریالیتوب ته په تمه دی خو ډاکټر احمدزی وایي چې ټاکنې دوهم پړاو ته تللې دي .
د ټاکنو خپلواک کمیسیون اعلان کړی دی چې نن د شنبې په ورځ مازیګر شپږ بجې به د جمهوري ریاست د ټاکنو لومړنۍ پایلې خلکو سره شریکي کړي.
نور پورته کول