پولیس وایي چې په کابل کې د کیور په نوم د یوه خصوصي روغتون یو ساتونکي په دغه روغتون کې په یو شمیر بهرنیانو ډزې کړې او درې بهرنيان یې وژلي دي.
د فواید عامې وزارت مرستیال، چې لس ورځې وړاندې په کابل کې تښتول شوی وو، تېر ماښام د یرغمل کوونکو له منګولو په کاپيسا کې خوشې شوی دی.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د چهارشنبې د ورځې تر نیمايي، د جمهوري ریاست د ټاکنو د ۳۴ ولایتونو نېږدې نوي په سلو کې رايې سیستم ته لوېدلي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د جمهوري ریاست د ټاکنو ابتدائي پایلې به د شنبې په ورځ او د قسمي پایلو دریمه لړۍ به د پنجشنبې په ورځ اعلان کړي.
د ایساف ځواکونو ویاند وایي، بهرني او افغان امنیتی ځواکونه، لا دمخه د جمهوري ریاست د ټاکنو احتمالي دوهم پړاو ته چمتو دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په ایران کې د افغان بندیانو د اعدامولو د لړۍ د بندلو لپاره د ایران حکومت سره خبرې کوي.
چاودنه نن دکابل د قلعه چې په سیمه کې شوې چې له امله یې په یو کاسټر موټر کې ناست د کرهڼې او اوبو لګولو وزارت ۵ کارکوونکي ټپیان شوي دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د طالبانو يو پخوانی چارواکی ملا معتصم اغا جان په عربي متحده اماراتو کې ددغه هیواد تر نظارت لاندې دی.
له اداري فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې ګډه کمیټه وايي، په دوو افغان بنسټونو او د ناټو په مشرۍ د ایساف په قراردادونو کې فساد شته دی.
ناپېژاندو وسلوالو د سه شنبې په سهار د فواید عامې د وزارت مرستیال احمدشاه وحید د خپل کور له مخې یرغمل کړی دی.
هغه افغان ژباړونکي چې له برېتانوي ځواکونو سره یې په هلمند کې د ژباړونکو په توګه دندې اجراء کړي په بریتانیا کې سیاسي پناه غواړي .
د ټاکنو کمیسیون د جمهوري ریاست د ټاکنو لس فیصده رايي اعلان کړې او پدغو قسمي پایلو کې ډاکټر عبدالله عبدالله تر نورو کاندیدانو مخکې دی.
په هرات کې امنیتي مسؤلین وايي، د یوه داسې ځانمرګي برید مخه یې نېولې چې غوښته یې پدغه ولایت کې د امریکا په قونسلګرۍ برید وکړي.
د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي د تېرو ټولټاکنو په پرتله د شنبې د ورځې په ټاکنو کې د درغلیو حجم کم و او شوي تخلفات د ټاکنو مشروعیت نه ګواښي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه پولیس به له دندو لرې کړي، چې په ټاکنو کې یې په درغلیو کې لاس وي، خو که ثبوتونه یې په وړاندې موجود وي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ټاکنو څارونکې ډله وايي،دوی د ټاکنو د نتایجو د اعلان ټول بهیر ارزوي او په باب به یې خپل رابور خپور کړي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، له شپېتو زرو زیات نور عسکر یې د ټاکنو د امنیت لپاره په ۳۴ ولایتونو کې تازه ګمارلي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې په افغانستان کې به د ټاکنو په ورځ د امنیتي ستونزو له امله د ۷۳۰۰ مرکرونو له ډلې، ۷۴۸ مرکزونه تړلي پاتې شي.
د ټاکنو د کمیسیون په دفتر د ۵ وسلوالو برید د بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد خو د ټاکنو کمیسیون وايي، ۵ راکټ په دغه دفتر هم لګېدلي دي.
د ارګ په ماڼۍ کې د نوروز د نړیوال جشن مراسم چې جمهور ریس کرزی اود دریو نورو جمهور رئيسانو په کې برخه لرله نن غرمه پای ته ورسېدل.
نور پورته کول