د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، د یکشنبې په ورځ په علني ډول د جمهوري ریاست د ټاکنو د ورځې په تړاوو د شکایتونو څېړل پيل کړل چې د پنجشنبې تر ورځې به دوام ومومي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون، ۳۴ ولایتونه په پنځو زونونو ویشلي چې په لړ کې نن د مرکزي زون شکایتونه د څېړل شول.
په مرکزي زون کې کابل، لوګر، غزني، وردک، دایکندي، بامیان، پروان، پنجشیر او کاپيسا شامل دي.
د کابل د کانټیننټل په هوټل کې په جوړه شوي نننۍ غونډه کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون کمیشنرانو یو یو شکایت ګډونکونکو ته اوروه، چې بیا به د هر شکایت په پای کې د کاندیدانو استازو هم خپلې دفاعیه غونډې ته وراورولي.
په کابل کې یو شکایت د ډاکټر اشرف غني احمدزي په دفتر وو، چې د ښاغلي احمدزي حقوقي استازي رد کړ.
په غزني کې زیاتره شکایتونه پر ډاکټر عبدالله عبدالله وو، چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټیم له خوا رد شول
په میدان وردکو کې بیا پر ډاکټر عبدالله عبدالله، زلمي رسول او استاد عبد رب الرسول سیاف شکایتونه شوي وو.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې ۱۳۱ شکایتونه نن د یکشنبې په ورځ څېړل شوي دي.
سبا ته د لویديځ، او جنوب لویدیځ زون د شکایتونو د اورېدو وار دی، د سه شنبې په ورځ د شمال ختیځ زون، د چهارشنبې په ورځ د ختیځ او سویل ختیځ زون، او دپنجشنبې په ورځ بیا د شمال د زون وار دی.
په ټوله کې له دغه کمیسیون سره له دوه زرو زیات شکایتونه ثبت شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي امریکا غږ ته وویل، چې هر شکایت چې دوی ته رسېدلی هغه اوروي، او بیا په هغه کاندید چې شکایت پرې شوی د هغه دفاعیه هم اوري او هم کاندیدان د استئناف غوښتنه کولی شي.
میرمن ریدا عظیمي وویل، که کوم کاندید د دفاع لپاره سم دواره اسناد نه لري، نو ۲۴ ساعته مهلت لري چې خپل اسناد غونډ کړي او بیا یې کمیسیون ته وسپاري.
مېرمن ريدا عظیمي وویل :
"د جیم کټګورۍ شکایتونه زمونږ د ولایتي دفترونو له خوا د نه اورېدو (عدم سمع) په حکم فیصله شوي دي."
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي، چې به دغو ټولو شکایتونو به د راتلوونکې یکشنبې په ورځ خپلې پرېکړې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ولیږي.
د قانون په اساس د ټاکنو کمیسیونونه مکلف دي چې د ثور تر ۲۴ نېټې پورې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.